کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شوبمن ګيل او مورګن په زړه پورې توپوهنه، کلکتې له حېدراباد لوبه وګټله
شوبمن ګيل

د شوبمن ګيل او مورګن په زړه پورې توپوهنه، کلکتې له حېدراباد لوبه وګټله

د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې له لوري شوبمن ګيل او ايون مورګن په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د حېدراباد له لوري ورکړل شوى هدف يې پوره کړ چې د ٧ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په اتمه لوبه کې د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې مخ شوې. د لوبې په پيل کې حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

راشد خان

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې له لوري ډيويډ وارنر او جوني بيريسټو د پيل توپوهنې ته راووتل، چې جوني بيريسټو يوازې ٥ منډې کړې وې او د پاټ کومنز په توپ وسوځېده، له هغه وروسته وارنر او منيش پانډى ښه توپوهنه ترسره کړه، چې وارنر د ٣٦ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

منيش پانډى بيا په ٣٨ توپونو ٥١ منډې وکړې او د رسل په توپ له مېدانه بهر شو، همدا راز وريديمان ساها ٣٠ او محمد نبي ١١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په ټاکلو ٢٠ اورونو کې حېدراباد د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې او د کلکتې لوبډلې ته يې د ١٤٣ منډو هدف وټاکه.

منيش پانډى

د کلکته نايټ رايډرز له لوري پاټ کومنز، ورون چکرورتي او انډري رسل ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٤٣منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم د کلکتې مهم توپوهونکى سنيل ناراين په صفر وسوځېده، خو له هغه وروسته شوبمن ګيل په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه. له هغه سره نيتيش رانا د ٢٦ منډو ملګرتيا وکړه او دينيش کارتيک بيا په صفر وسوځېده، خو شوبمن ګيل او ايون مورګن تر پاى پورې توپوهنه ترسره کړه او د حېدراباد له لوري ورکړل شوى هدف يې پوره کړ.

کلکتې په ١٨ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې په اى پي ايل کې لومړۍ بريا خپله کړه.

شوبمن ګيل ٧٠ ناسوځېدلې او ايون مورګن ٤٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

شوبمن ګيل ١

د سنرايزرز حېدراباد له لوري راشد خان، ټي ناټاراجن او خليل احمد ١-١ ويکټ واخيستې. همدا راز محمد نبي هم ٤ اورونه ترسره کړل خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بيا شوبمن ګيل ته ورکړل شوه.

په اى پي ايل کې تر دې مهاله پورې سنرايزرز حېدراباد يوازينۍ لوبډله ده، چې کومه بريا يې نه ده خپله کړې او په خپلو دواړو لوبو کې يې ماتې وخوړې.

د يادولو وړ ده چې سبا د سپتمبر په ٢٧مه نېټه به د راجستان رايلز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې محمد نبي د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې …