کورپاڼه / خبرونه / عبدالله بارکزى چې په کرکټ بورډ يې ځان امريکا ته ورساوه، ولسمشر يې بست لغوه کړ
اشرف غني او عبدالله بارکزى

عبدالله بارکزى چې په کرکټ بورډ يې ځان امريکا ته ورساوه، ولسمشر يې بست لغوه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مرستيال فرهان يوسفزي مرستيال عبدالله بارکزى، چې د کرکټ بورډ په مرسته يې ځان او کورنۍ امريکا ته ورسوله، ولسمشر محمد اشرف غني يې د کرکټ بورډ په نويو اصولو کې بست لغوه کړ.

فرهان يوسفزى چې شاوخوا يو کال مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس مقرر شو، عبدالله بارکزى يې له ځان سره د سيکرتر په حېث راوست، چې وروسته يې مشاور وکړ او په دې وروستيو کې يې بيا خپل مرستيال وټاکه.

د شپږيزې کرکټ له پيلېدو وروسته عبدالله بارکزى د کرکټ بورډ په مرسته په ترلاسه شوې وېزه له خپلې کورنۍ سره امريکا ته لاړ او هلته يې د قبولۍ لپاره درخواست ورکړ.

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته ويلي و، چې عبدالله بارکزى امريکا ته تللى او هلته يې د قبولۍ درخواست ورکړى دى، چې شپږ مياشتې به د ياد درخواست په تمه وي او د کرکټ بورډ څخه به معاش هم ترلاسه کوي.

خو پرون ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ په اساسنامه کې ځينې تغيرات تصويب کړل، چې له مخې يې د عمومي رييس د مرستيال او د عملياتي مديريت پوسټونه لغوه شول.

د کرکټ بورډ ايمېل

د کرکټ بورډ له لوري هغه ايمېل، چې پکې ويل شوي دي، چې د عبدالله بارکزي بست لغوه شوى او عبدالمجيد سمسور بست چې د عملياتي مدير په توګه يې دنده ترسره کوله، له دې وروسته به د داخلي پلټنې د مدير په توګه دنده ترسره کوي.

د عبدالله بارکزي د بست له لغوه کېدو وروسته هغه په ټولنيزو رسنيو کې خپله استعفا اعلان کړه، چې پکې يې د عمومي رييس څخه مننه کړې ده او ويلي يې دي، چې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره له خپلې دندې استعفا ورکوي.

خو د کرکټ بورډ ځينې سرچينې بيا وايي، چې نوموړى له دې استعفا وړاندې له دندې ګوښه شوى دى او د هغه بست د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري لغوه شوى.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …