کورپاڼه / ريکارډونه / اليسا هيلي د مهيندرا سينګ دهوني نړيوال ريکارډ مات کړ
مهيندرا سينګ دهوني او اليسا هيلي

اليسا هيلي د مهيندرا سينګ دهوني نړيوال ريکارډ مات کړ

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې مخکښې توپوهونکې او ويکټ ساتونکې د هند کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي، ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ دهوني نړيوال ريکارډ مات کړ.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې مهيندرا سينګ دهوني تر د ويکټ ساتونکي په توګه تر ټولو زيات لوبغاړي سوځولي و، چې اليسا هيلي دا ريکارډ مات او نوى ريکارډ يې جوړ کړ.

مهيندرا سينګ دهوني ٩١ توپوهونکي سوځولي و، چې اليسا هيلي ٩٢ توپوهونکي وسوځول او له دهوني څخه يې دا ريکارډ واخيست او په خپل نوم يې کړ.

د کرکټ نړيوالې شورا هم په ټويټر کې د اليسا هيلي په اړه يو ټويټ کړى دى او د هغې د نوي ريکارډ جوړولو په اړه يې خبر ورکړى دى.


همدا راز له مهيندرا سينګ دهوني وروسته بيا سارا ټېلر نوم راغلى دى چې ٧٤ توپوهونکي يې سوځولي دي، له هغه وروسته ريچيل پريسټ ٧٢ او ميريسا اګوليرا بيا ٧٠ توپوهونکې سوځولي دي.

د اى سي سي په دې ليسټ کې په مخکښو ويکټ ساتونکو کې چې ډېر توپوهونکي يې سوځولي دي، ٤ يې ښځينه لوبغاړې دي او يوازې يو نارينه لوبغاړى دى.

خو د اي ايس پي اين کريک انفو په وېبپاڼه کې بيا د نارينه و لوبغاړو ريکارډ بيل دى، چې په هغې کې مهيندرا سينګ دهوني تر ټولو مخکې دى چې ٩١ توپوهونکي يې سوځولي او له هغه وروسته د ويسټ انډيز دينيش رامدين دى چې ٦٣ توپوهونکي يې سوځولي دي. د بنګله دېش مشفيق الرحيم بيا ٦١ او د پاکستان کامران اکمل ٦٠ توپوهونکي سوځولي دي.

همدا راز د افغانستان محمد شهزاد بيا پنځم مقام لري چې ٥٤ توپوهونکي يې سوځولي دي، البته دا يوازې په نارينه کې، که چېرته د ښځو خبره وشي نو ډېرې ښځينه لوبغاړې بيا تر نارينه و په دې برخه کې مخکې دي.

٣٠ کلنه اليسا هيلي د اسټراليا کرکټ ښځينه لوبډلې ويکټ ساتونکې او توپوهونکې ده، چې ٤ ټېسټ، ٧٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ١١٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې يې ترسره کړې دي.

هغې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٦٣٨ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٢٠٩٩ منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مهيندرا سينګ دهوني

٢٣ جون ٢٠١٣: هند چيمپينز ټرافي په خپل نوم کړه او دهوني ريکارډ جوړ کړ

د ٢٠١٣ کال د جون په ٢٣مه نېټه، يعنې په همدې ورځ باندې هند کرکټ …