کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: زبردسته لوبه، د شپږيزو باران، راجستان د پنجاب ارمانونه خاورې کړل

اى پي ايل: زبردسته لوبه، د شپږيزو باران، راجستان د پنجاب ارمانونه خاورې کړل

د اى پي ايل په نننۍ لوبه کې ډېره په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې شوه، پنجاب ښه توپوهنه ترسره کړه او داسې ښکارېده، چې لوبه کې به بريا خپله کړي، خو د راجستان توپوهونکو په وروستيو کې د شپږيزو باران وکړ او د پنجاب په هيلو يې خاورې واړولې چې د ٤ ويکټو په توپير يې د پنجاب ورکړل شوى هدف پوره او بريا يې خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په نهمه لوبه کې راجستان رايلز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کى ايل راهول او سټيو سميت

د پنجاب له لوري لوبډلمشر کى ايل راهول او ماينک اګروال توپوهنې ته راووتل، چې دواړو په زړه پورې توپوهنه پيل کړه او د ١٨٣ منډو ملګرتيا يې وکړه، چې په روان اى پي ايل کې تر ټولو ستره ملګرتيا ده.

ماينک اګروال په ٥٠ توپونو ١٠٥ منډې وکړې، چې ٧ شپږيزې او ١٠ څلوريزې هم پکې شاملې وې، همدا راز کى ايل راهول په ٥٤ توپونو ٦٩ منډې وکړې.

همدا راز نيکولاس پوران په ٨ توپونو ٢٥ ناسوځېدلې او ګلين ميکسويل په ٩ توپونو ١٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ماينک اګروال
ماينک اګروال

کنګز اليون پنجاب په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٣ منډې وکړې، چې د راجستان رايلز لوبډلې ته يې د ٢٢٤ منډو ستر هدف وټاکه.

د راجستان رايلز له لوري انکيت راجپوت او ټام کران ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٢٤ منډو د هدف په تعقيب کې راجستان رايلز لومړى توپوهونکى جاس بټلر په ١٩ منډو له لاسه ورکړ، چې يوازې ٤ منډې يې ترلاسه کړې وې، خو وروسته لوبډلمشر سټيو سميت او سنجو سمسون د راجستان منډې ١٠٠ ته ورسولې، چې سټيو د ٥٠ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، د سمسون سره راهول ټيواټيا ملګرتيا ته راغى او منډې يې ١٦١ ته ورسولې، چې سمسون هم په ٤٢ توپونو د ٨٥ منډو جوړولو وروسته وسوځېده، هغه ٧ شپږيزې او ٤ څلوريزې هم وهلې وې.

داسې ښکارېده چې لوبه د پنجاب په ګټه روانه ده او د راجستان له لاسه وتلې ده، خو ټيواټيا په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ٧ شپږيزې يې ووهلې چې په ٣١ توپونو يې ٥٣ منډې وکړې او راجستان يې بريا ته ورنږدې کړ، همدا راز په وروستيو کې جوفرا ارچر هم ورسره مرسته وکړه او په ٣ توپونو يې ١٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

راهول ټيواټيا
راهول ټيواټيا

راجستان رايلز په ١٩.٣ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو دغه ستر هدف پوره کړ او د ٤ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د کنګز اليون پنجاب له لوري محمد شامي ٣، شيلډون کوټريل، جېمز نيشام او ايم اشوين ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سنجو سمسون ته ورکړل شوه.

سنجو سمسون
سنجو سمسون

د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل سياليو په تاريخ کې دا تر ټولو ستر هدف و چې يوې لوبډلې پوره کړ. د دې لوبې په يوه اور کې راهول ټيواټيا په شيلډون کوټريل باندې ٥ شپږيزې ووهلې، چې تر دې مخکې دا کارنامه يوازې کريس ګيل ترسره کړې وه او په يوه اور کې يې پنځه شپږيزې وهلې وې.

دا د کنګز اليون پنجاب دريمه لوبه وه، چې له دويمې ماتې سره مخ شوه او د ماينک اګروال سليزې هم ورته کومه ګټه ونه رسوله، همدا راز د راجستان رايلز دويمه لوبه وه، چې دويمه بريا يې خپله کړه او د ٤ نومرو سره په جدول کې دويم مقام ته لاړه، ډيلي کاپيټلز بيا د ٤ نومرو په درلودو سره د جدول په سر کې ده.

سبا د سپتمبر په ٢٨مه نېټه به د اى پي ايل ١٠مه لوبه رايل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې ترسره شي. چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

بوست لوبډلې په لېسټ اې سیالیو کې خپله څلورمه لوبه هم بایلوده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د لېسټ اې …