کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: نيکولاس پوران په ډګر ساتنه کې ستر ستر لوبغاړي حېرانه کړل
نيکولاس پوران

اى پي ايل: نيکولاس پوران په ډګر ساتنه کې ستر ستر لوبغاړي حېرانه کړل

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په نننۍ لوبه کې چې د کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لوبغاړي نيکولاس پوران داسې په زړه پورې ډګر ساتنه ترسره کړه، چې د کرکټ د نړۍ ستر ستر لوبغاړي ورته ګوته په غاښ پاتې شو.

د راجستان رايلز لوبډلې د توپوهنې پر مهال يو توپوهونکي د شپږيزې هڅه وکړه، خو په باونډرۍ باندې نيکولاس پوران ولاړ و، هغه په توپ پسې پورته شو او له باونډرۍ څخه اوښتى و، چې توپ يې ونيوه او په ځمکه تر لګېدو مخکې يې توپ له باونډرۍ بېرته راوغورځاوه، چې شپږيزه يې رامنعې کړه.


د يو داسې توپ په نيولو سره د نيکولاس پوران ويډيو او عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي او نه يوازې د کرکټ مينه وال، بلکې د کرکټ ستر ستر لوبغاړي يې په دې ډګرساتنه ستايي.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني مخکښ توپوهونکي سچن ټنډولکر د نيکولاس پوران د دغه توپ رانيولو عکس خپور کړى دى او ورسره يې ليکلي دي، چې دا د شپږيزې د مخنيوي تر ټولو بهترين مخنيوى دى، چې ما په خپل ټول ژوند کې په لومړي ځل وليده.


د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني توپوهونکي او کمنټېټر کيوين پيټرسن هم د نيکولاس پوران د دغه توپ رانيولو په تړاو ويلي دي، چې په شل اوريزو لوبو کې د يو توپ له باونډرۍ څخه د ايسارولو تر ټولو بهترين يې دا يو و.


د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او کمنټېټر اکاش چوپړا هم د نيکولاس پوران د دې توپ رانيولو ستاينه کړې ده. هغه ليکلي دي، چې پوران دا دې څنګه وکړل؟ ما تر دې مخکې داسې څه نه و ليدلي.


د يادولو وړ ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د نيکولاس پوران د دې توپ رانيولو عکسونه ډېر ژر لاس په لاس شول او د يو داسې توپ له باونډرۍ څخه په راګرځولو د نيکولاس پوران ډېره ستاينه کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د دهوني مينه وال

د دهوني يو مينه وال خپل کور د هغه په عکسونو او د لوبډلې په رنګ رنګولى

د هند کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کامياب لوبډلمشر، توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ …