کورپاڼه / هنر او کلتور / د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه
سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په پيل کې ډېر مشهور او د فلم جوړونکو غوره انتخاب جوړ شوى و. هغه ډېرې جايزې هم ترلاسه کړې دي، چې د فلم فئير ٥ جايزې هم پکې شاملې دي. د راج کپور لمسى او د رشي کپور او نيتا کپور زوى رنبير کپور په ١٩٨٢ کال کې د سپتمبر په ٢٨مه نېټه زېږېدلى و. هغه په پيل کې د سنجى ليلا بنسالي سره د مرستيال لارښود په توګه کار وکړ، چې وروسته بنسالي هغه په خپل فلم کې د اداکار په حېث سينما ته وړاندې کړ. په خپل لومړي فلم (ساوريا) کې هغه د غوره هنرمند جايزه ترلاسه کړه.

د رنبير کپور د ٣٨مې کليزې په ورځ، نن ستاسې د هغه د پنځه غوره فلمونو په اړه معلومات شريکوو.

سنجو

سنجو

دا فلم ابيجيت جوشي او راجکمار هيراني ليکلى دى، چې ډايريکټر يا لارښود يې هم راجکمار هيراني دى. دا فلم د سنجي دت په ژوند جوړ شوى دى او د سنجي دت کردار پکې رنبير کپور لوبولى دى.

په دې فلم کې پاريش راول، منيشا کوئراله، ديا مرزا، وکي کوشل، سونم کپور او انوشکا شرما هم کار کړى دى. په دې فلم کې د خپلې اداکارۍ، مېک اپ او بڼې له امله ډېرو ځايونو کې رنبير بېخي د سنجي دت په څېر ښکاره کېده. هغه د سنجي دت کردار په ډېر ښه شکل سره ترسره کړى. دا فلم د رنبير کپور د اداکارۍ يو غوره فلم دى.

برفي

برفي

برفي فلم په ٢٠١٢ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و چې ډايريکټر يې انوراګ باسو و. دا فلم د مينې په کيسه جوړ شوى او کوميډي فلم دى، چې پکې رنبير کپور، پريانکا چوپړه او اليانا ډي کروز کار کړى دى. رنبير کپور په دې فلم کې ډېر په زړه پورې د يو معصومه او له مستۍ ډک هلک کردار لوبولى دى، چې خلکو ډېر خوښ کړى.

راک سټار

راک سټار

راک سټار په ٢٠١١ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و چې ډايريکټر يې امتياز علي و. په دې فلم کې رنبير کپور او نرګس فخري مرکزي کردارونه لوبولي و.

په دې فلم کې رنبير کپور يو ډېر نوى او بدل کردار ترسره کړ او ډېره ښه اداکاري يې پکې کړې ده. دا فلم د موسيقۍ په تړاو و، چې موسيقي يې اې ار رحمان جوړه کړې وه، چې خلکو ډېره خوښه کړه.

عجب پريم کي غضب کهاني

عجب پريم کي غضب کهاني

په ٢٠٠٩ کال کې د رنبير کپور او کترينه کېف فلم (عجب پريم کي غضب کهاني) نندارې ته وړاندې شو چې يو د مينې فلم و. دا فلم کوميډي هم و چې رنبير کپور پکې ډېره ښه اداکاري کړې ده. دا فلم يو کامياب فلم و او د دواړو جوړي هم پکې خلکو ډېره خوښه کړه. د فلم ډايريکټر راجکمار سنتوشي و.

ساوريا

ساوريا

ډايريکټر سنجى ليلا بنسالي په (ساوريا) فلم کې په لومړي ځل رنبير کپور واخيست، چې د هغه د ښې اداکارۍ له امله ورته فلم فئير د نوي غوره هنرمند جايزه هم ورکړه. په دې فلم کې د انيل کپور لور سونم کپور هم کار وکړ چې دا يې لومړى فلم و. رنبير کپور په دې فلم کې په کار کولو د خلکو زړونه وګټل او له هغه وروسته ورو ورو د فلم جوړونکو غوره انتخاب ګرځېده.

د يادولو وړ ده چې رنبير کپور په ډېرو فلمونو کې کار کړى دى او ډېر فلمونه يې بريالي شوي هم دي، هغه هر ډول کردارونه لوبولي دي، خو په پورته پنځه فلمونو کې د هغه اداکاري ډېره په زړه پورې ده، چې خلکو ډېره خوښه کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …