کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ١٠مه لوبه: بېنګلور او ممبۍ نن مخامخ کېږي
روهيت شرما او ويراټ کوهلي

اى پي ايل ١٠مه لوبه: بېنګلور او ممبۍ نن مخامخ کېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په ١٠مه لوبه کې نن د رايل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډينز لوبډلې مېدان ته کوزېږي. دا لوبه په دوبۍ کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

د تېر کال اتلې لوبډلې ممبۍ انډينز دوه لوبې ترسره کړې دي، چې يوه بريا يې خپله کړې ده. ممبۍ انډينز په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره مخ شوه چې په ٥ ويکټو يې لوبه کې ماتې وخوړه، خو په دويمه لوبه کې يې بيا د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته د ٤٩ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې بيا په خپله لومړۍ لوبه کې د ١٠ منډو په توپير د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، خو دويمه لوبه يې چې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره وه، د ٩٧ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

په جدول کې د ممبۍ انډينز لوبډله په څلورم او د رايل چېلنجر بېنګلور لوبډله بيا په ٧م مقام کې قرار لري.

که بېنګلور د ويراټ کوهلي، اې بي ډيويليرز، ارون فنچ او جوش پيليپ په څېر توپوهونکي لري، نو ممبۍ هم د روهيت شرما، کوانټين ډي کوک، کيرون پولارډ او هارديک پانډيا په څېر توپوهونکي لري.

همدا راز ممبۍ انډينز د جسپريت بومرا، هارديک پانډيا، راهول چاهار او ناتن کولټر نيل په څېر توپ اچونکي لري، نو رايل چېلنجرز بېنګلور هم د يوژيندرا چاهل، اډم زمپا، نوديپ سېني او نور تکړه توپ اچونکي لري.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ د مخکنيو لوبو خبره وشي، نو د ممبۍ انډينز خوا پرې درنه ده، ځکه په وروستيو پنځه لوبو کې چې دواړه لوبډلې پکې مخ شوې دي، ممبۍ انډينز ٤ او رايل چېلنجرز بېنګلور ١ لوبه ګټلې ده. په ٢٠١٩ کال کې دواړو لوبډلو دوه لوبې ترسره کړې دي، چې دواړه ممبۍ انډينز ګټلي دي.

کرس موريس بيا په نننۍ لوبه کې د بېنګلور لپاره نه لوبېږي او ناتن کولټر نيل چې په تېرو دوه لوبو کې نه و، ښايي په نننۍ لوبه کې ولوبېږي.

که وکتل شي، نو د ممبۍ انډينز لوبډله قوي ښکاري او ښايي په نننۍ لوبه کې د بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړي، بيا هم په لوبغالي کې چې هره لوبډله وځلېده، بريا به يې په برخه وي.

احتمالي لوبډلې:

ممبۍ انډينز: کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، روهيت شرما (لوبډلمشر)، سوريا کمار يادو، سوراب تيواري، کيرون پولارډ، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، جېمز پيټينسن\ناتن کولټر نيل، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

رايل چېلنجرز بېنګلور: ارون فنچ، ديودت پاډيکال، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز، جوش پيليپ (ويکټ ساتونکى)، شيوام ډوبى، واشينګټن سندر، ډيل سټين\کرس موريس\ايسورو ادانا، اميش يادو\محمد سراج، يوژيندرا چاهل او نوديپ سېني.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

نن ماښام یو ځل بیا د پریټي لوبډلې لوبه ده

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن ماښام شپږ نیمي بجې …