کورپاڼه / ليکنې / کرکټ بورډ د غېر مسلکيتوب پر لور: له شاهد الکوزي وروسته عبدالهادي دريځ او حامد رشيدي
شاهد الکوزى، عبدالهادي دريځ او فرهان يوسفزى

کرکټ بورډ د غېر مسلکيتوب پر لور: له شاهد الکوزي وروسته عبدالهادي دريځ او حامد رشيدي

د افغانستان کرکټ بورډ کې هر څه سرچپه روان دي، کوم کسان چې کار کوي او په مسلکي ډول دلته دندو ته ادامه ورکوي، هغوى رټل کېږي، خو هغه کسان چې بيا عمومي رييس ته نږدې دي او يا هم چاپلوسي کوي، هغوى په پرمختګ روان دي.

شاهد الکوزى چې شپه او ورځ يې د عبدالهادي دريځ تر څنګ د شپږيزې کرکټ ليګ د برياليتوب لپاره کار وکړ، زموږ د معلوماتو په اساس، دوه ځلې د عمومي رييس له لوري ورټل شو، چې هغه يې په غبرګون کې استعفا ورکړه. همدا راز نوموړى له دې مخکې بيا د پرمختيايي څانګې له مديريت هم ليرې شوى و او پر ځاى يې يو هوايي کس ګمارل شوى و. د هغه استعفا ته هم د سرپرست اجراييوي رييس له لوري کوم ځواب نه و ورکړل شوى، چې وروسته د هغه استعفا د بشري سرچينو د مدير له لوري عمومي رييس ته ولېږل شوه او هغه هم سم له لاسه ومنله.

له شاهد الکوزي وروسته په کرکټ بورډ کې نور دوه تجربه لرونکي کسان عبدالهادي دريځ او حامد رشيدي هدف ګرځول شوي دي، چې ښايي په کومه بهانه ليرې کړل شي او يا هم دې ته مجبوره کړاى شي چې خپلې استعفاوې ورکړي.

د حامد رشيدي نيمايي مسووليتونه له هغه څخه له مخکې اخيستل شوي دي او د اقبال ستانکزي په نوم يو کس د فسيليټي منېجر په دنده ګمارل شوى دى. همدا راز عبدالهادي دريځ چې له ٢٠١٥ کال راهيسې د شپږيزې کرکټ ليګ مشري ور په غاړه ده او هر ځل يې د دې ليګ د ښايسته او رنګينه کولو لپاره شپه و ورځ خواري کړې ده، د هغه بست هم د سپتمبر په نهمه نېټه، چې د ٢٠٢٠ کال د شپږيزې کرکټ ليګ د پيلېدو څلورمه ورځ وه، اعلان ته ورکړى دى او د نوموړي برخليک نامعلومه دى.

زموږ د معلوماتو په اساس، په کرکټ بورډ کې نن سبا د لوړ معاش او په دنده کې د پرمختګ لار چاپلوسي او غوړه مالي ده. د بشري سرچينو مدير چې د عمومي رييس خاص سړى دى، هر څه د هغه په لاس کې دي او عمومي رييس ٨ کسان نوي مديران ټاکلي دي، چې هر يو يې ١١٠ زره افغانۍ معاش او ځينې تر دې زياتې اخلي، خو د کرکټ له الفبا سره هم نه دي بلد.

زموږ سرچينې وايي، چې په کرکټ بورډ کې پياوړي او پوهه کسانو ته بېلا بېلې بهانې لټول کېږي او رټل کېږي، دوى وايي چې اجراييوي رييس هم فقط د نوم او معاش لپاره ناست دى او له هغه پرته نه کوم لاسليک کوي او نه هم چاته د ايمېل ځواب ورکوي.

د شاهد الکوزي په څېر د مسلکي کس له لاسه ورکولو وروسته اوس عبدالهادي دريځ او حامد رشيدي هم که له کرکټ بورډ څخه لاړ شي، نو د دوى ځاى ډکول به کرکټ بورډ ته ګران وي. موږ ته ځينو سرچينو وويل، چې د دوى په ګډون هغه مسلکي کسان چې له کلونو راهيسې يې په کرکټ بورډ کې دندې ترسره کولې، اوس په نورو ځايونو کې د دندو په لټه کې دي، تر څو بل ځاى ته لاړ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

افغان پاسپورټ

هغه هېوادونه چې افغانان ورته پرته له وېزې سفر کولاى شي

د هېنلي پاسپورټ انډيکس د ٢٠٢٠ کال د درجه بندۍ پر اساس افغانستان د نړۍ …