کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ويراټ کوهلي په وروستيو ٣ لوبو کې يوازې ١٨ منډې کړي
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي په وروستيو ٣ لوبو کې يوازې ١٨ منډې کړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي، چې په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، تراوسه پورې د توپوهنې په برخه کې په بشپړه توګه ناکامه روان دى.

له کرنټين وروسته چې په متحده عربي اماراتو کې د اى پي ايل سيالۍ پيل شوې، نو ويراټ کوهلي په لومړۍ لوبه کې ١٤، په دويمه کې ١ او نن په دريمه لوبه کې يوازې ٣ منډې وکړې او له مېدانه بهر شو.

نوموړى چې يو د نړۍ له غوره توپوهونکو څخه دى، د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال په لوبو کې تراوسه پورې ناکامه روان دى.

د بېنګلور لومړۍ لوبه له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره وه، چې ويراټ کوهلي په ١٣ توپونو ١٤ منډې وکړې او ناټاراجن په توپ باندې راشد خان کېچ کړ، په دې لوبه کې بېنګلور په ١٠ منډو بريا خپله کړې وه.

دويمه لوبه يې بيا له کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره وه، چې ويراټ کوهلي په ٥ توپونو ١ منډه وکړه او د شيلډون کوټريل په توپ باندې روي بشنويي کېچ کړ، په دې لوبه کې د بېنګلور ټولې لوبډلې هم يوازې د کى ايل راهول منډې پوره نه کړې او د ٩٧ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

د بېنګلور دريمه لوبه نن له ممبۍ انډينز سره روانه ده، چې که څه هم د بېنګلور لپاره نورو توپوهونکو ښې منډې وکړې، خو ويراټ کوهلي بيا په ١١ توپونو ٣ منډې وکړې او د چاهار په توپ باندې شرما کېچ کړ.

په تېره لوبه کې د نه ځلېدو نه وروسته مشهور کمنټېټر سنيل ګواسکر د هغه په تړاو ويلي و، چې ويراټ کوهلي د کرنټين پر مهال د انوشکا شرما په توپونو باندې پرېکټس کړى دى او ښايي دغه پرېکټس يې په اى پي ايل کې پکار رانه شي.

که څه هم انوشکا شرما په دې خبره ډېره غوسه شوې وه او سنيل ګواسکر ته يې ويلي و، چې د ويراټ کوهلي د خرابې لوبې ذمه واري دې په هغې نه اچوي، خو داسې ښکاري چې سنيل ګواسکر د ويراټ کوهلي په اړه رښتيا ويلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …