کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: ممبۍ ګټلې لوبه له لاسه ورکړه، بېنګلور په سوپر اور کې بريا خپله کړه
اې بي ډيويليرز

اى پي ايل: ممبۍ ګټلې لوبه له لاسه ورکړه، بېنګلور په سوپر اور کې بريا خپله کړه

د اى پي ايل نننۍ لوبه ډېره زبردسته او په زړه پورې وه، چې دواړو لوبډلو ٢٠١ منډې وکړې او لوبه سوپر اور ته لاړه، چې په سوپر اور کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې د ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٠مه لوبه نن په دوبۍ کې د رايل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ممبۍ انډينز وګټله او لومړى يې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بېنګلور له لوري ديودت پاډيکال او ارون فنچ توپوهنې ته راووتل او دواړو د ٨١ منډو په زړه پورې ملګرتيا ترسره کړه، چې ارون فنچ د ٥٢ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، همدا راز ويراټ کوهلي توپوهنې ته راغى خو په ١١ توپونو يې يوازې ٣ منډې وکړې او له مېدانه بهر شو.

له هغه وروسته اې بي ډيويليرز توپوهنې ته راغى او له پاډيکال سره په ګډه يې د بېنګلور منډې ١٥٤ ته ورسولې، چې پاډيکال د ٥٤ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

ډيويليرز او شيوام ډوبى په وروستيو اورونو کې چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې ډيويليرز په ٢٤ توپونو ٥٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او ډوبى په ١٠ توپونو ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

اې بي ډيويليرز ١

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې وکړې او د ممبۍ انډينز لوبډلې ته يې د ٢٠٢٠ منډو ستر هدف وټاکه.

د ممبۍ انډينز له لوري ټرينټ بولټ ٢ او راهول چاهار ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٠٢ منډو د هدف په تعقيب د ممبۍ انډينز لوبډلې پيل ډېر سوړ و، لومړى لوبغاړى روهيت شرما و چې د ٨ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، ورپسې سوريا کمار يادو هم په صفر له مېدانه بهر شو او کوانټين ډي کوک بيا يوازې ١٤ منډې وکړې او وسوځېده. هارديک پانډيا هم کوم کمال ښکاره نه کړ او ١٥ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر شو.

ممبۍ انډينز په ١١.٢ اورونو کې د ٧٨ منډو په جوړولو سره ٤ مهم توپوهونکي له لاسه ورکړي و، داسې ښکارېده چې ښايي ممبۍ انډينز په ستر توپير په لوبه کې ماتې وخوري، خو کله چې ايشان کشن او کيرون پولارډ توپوهنې ته ودرېدل، نو چټکه توپوهنه يې پيل کړه چې د بېنګلور توپ اچونکي يې ښه وټکول.

ايشان کشن په ٥٨ توپونو ٩٩ منډې وکړې، چې ٩ شپږيزې يې هم وهلې وې، همدا راز کيرون پولارډ په ٢٤ توپونو ٦٠ منډې وکړې، چې ٥ شپږيزې يې هم ووهلې.

ايشان کشن

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې وکړې او د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه، چې له هغه وروسته سوپر اور ته لوبه لاړه.

د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري ايسورو ادانا ٢، واشينګټن سندر، يوژيندرا چاهل او اډم زمپا ١-١ ويکټ واخيستې.

په سوپر اور کې د بېنګلور له لوري سنديپ سېني توپ اچونې ته راغى او د ممبۍ له لوري کيرون پولارډ او هارديک پانډيا توپوهنې ته راووتل، پولارډ په لومړي توپ ١ منډه ترلاسه کړه، پانډيا په دويم توپ ١ منډه واخيسته، دريم توپ مس شو، په څلورم توپ پولارډ څلوريزه ووهله او په پنځم توپ پولارډ کېچ شو او له مېدانه بهر شو، شپږم ليګ باى توپ ترسره شو او ممبۍ په اور کې ٧ منډې ترلاسه کړې او بېنګلور ته يې د ٨ منډو هدف ورکړ.

د ٨ منډو هدف لپاره د بېنګلور له لوري اې بي ډيويليرز او ويراټ کوهلي توپوهنې ته راووتل، همدا راز د ممبۍ له لوري جسپريت بومرا توپ اچونې ته راغى.

په لومړي توپ ډيويليرز ١ منډه وکړه، په دويم توپ کوهلي ١ منډه واخيسته، دريم توپ مس شو، په څلورم توپ ډيويليرز څلوريزه ووهله، په پنځم توپ ډيويليرز ١ منډه وکړه او په شپږم توپ کوهلي څلوريزه ووهله، چې په دې سره يې په سوپر اور کې بريا خپله کړه.

د يادولو وړ ده چې دا دويم ځل دى چې په روان اى پي ايل ليګ کې سوپر اور ترسره کېږي.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اې بي ډيويليرز ته ورکړل شوه.

دا د رايل چېلنجرز بېنګلور دريمه لوبه وه، چې دويمه بريا يې خپله کړه او د ٤ نومرو په ترلاسه کولو سره په جدول کې دريم مقام ته لاړه، همدا راز ممبۍ انډينز بيا په خپله دريمه لوبه کې دويمه ماتې وخوړه او د ٢ نومرو سره په جدول کې په پنځم مقام کې قرار لري.

سبا د سپتمبر په ٢٩مه نېټه به د اى پي ايل په ١١مه لوبه کې د ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره مخامخ شي. دا لوبه چې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي او ديودت پاډيکال

رايل چېلنجرز بېنګلور په ډېرې اسانۍ سره د ٨ ويکټو په توپير د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اى پي ايل په نننۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې توپ اچونکو …