کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ١١مه لوبه: ډيلي د حېدراباد پر وړاندې، ايا حېدراباد به لومړۍ بريا خپله کړي؟
راشد خان

اى پي ايل ١١مه لوبه: ډيلي د حېدراباد پر وړاندې، ايا حېدراباد به لومړۍ بريا خپله کړي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١١مه لوبه نن په ابوظهبي کې د ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

ډيلي کاپيټلز د اى پي ايل په جدول کې په لومړي مقام او سنرايزرز حېدراباد لوبډله بيا د جدول وروستۍ لوبډله ده، چې تراوسه يې کومه لوبه کې بريا نه ده خپله کړې.

ډيلي کاپيټلز چې په روان ليګ کې تر ټولو ښه توپ اچونه لري، همدا راز توپوهونکي يې هم په ښه فام کې دي او د حېدراباد لپاره لوى سرخوږى جوړولى شي.

اشوين چې د کنګز اليون پنجاب پر وړاندې ټپي شوى و، ښايي په نننۍ لوبه کې هم نه وي، د ويجى شنکر په اړه هم لا پوره معلومات نشته، چې د ملا دردونه يې ښه شوي او که نه، خو ښايي کين ويليمسن تراوسه هم په حېدراباد لوبډله کې ګډون ونه کړي.

که حېدراباد د ډيويډ وارنر، جوني بيريسټو، ويجى شنکر او نور توپوهونکي لري، نو ډيلي کاپيټلز هم بيا د شيکر دهون، شيمرون هيټماير، شرياس اير او پريتوي شاو په څېر توپوهونکي لري چې په روان ليګ کې ډېر ښه روان دي.

ډيلي کاپيټلز لومړۍ لوبه له کنګز اليون پنجاب سره ترسره کړه چې دواړو د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې وکړې او لوبه سوپر اور ته لاړه، چې په سوپر اور کې ډيلي کاپيټلز بريالۍ شوه. همدا راز دويمه لوبه يې له چيناى سوپر کنګز سره ترسره کړه چې د ٤٤ منډو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

سنرايزرز حېدراباد لوبډله بيا په لومړۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې سره مخامخ شوه او د ١٠ منډو په توپير يې ماتې وخوړه، دويمه لوبه يې بيا د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې سره ترسره کړه او د ٧ ويکټو په توپير يې ماتې وخوړه.

همدا راز که د دواړو لوبډلو ترمنځ د تېرو لوبو خبره وشي، نو په تېر اى پي ايل کې ډيلي او حېدراباد دوه لوبې کې سره مخ شوې وې، چې په دواړو لوبو کې ډيلي بريا خپله کړې وه.

احتمالي لوبډلې:

ډيلي کاپيټلز: پريتوي شاو، شيکر دهون، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، شيمرون هيټماير، مارکوس سټوينيس، اکشر پټيل، اميت مشرا، کاګيسو رباډا، انريچ نورجه او اويش خان.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، ويجى شنکر\وريديمان ساها، محمد نبي، عبدال صمد، ابيشيک شرما، راشد خان، بوينشور کمار، سنديپ شرما او خليل احمد\ټي ناټاراجن.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

نن په ای پي ایل سیالیو کې دوه لوبې ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن دوه مهمې لوبې ترسره …