کورپاڼه / تجارتي ليګونه / انوشکا شرما د کوهلي له بريا وروسته: د يوې حامله ښځې لپاره څه خوندوره لوبه وه
انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

انوشکا شرما د کوهلي له بريا وروسته: د يوې حامله ښځې لپاره څه خوندوره لوبه وه

تېره ورځ رايل چېلنجرز بېنګلور له ممبۍ انډينز څخه په سوپر اور کې لوبه وګټله، چې نه يوازې د کرکټ مينه والو يې ډېره ستاينه وکړه، بلکې د ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا شرما لپاره هم دا لوبه ډېره جالبه وه.

پرونۍ لوبه د اى پي ايل له خوندورو لوبو څخه وه، چې بېنګلور ٢٠١ منډې وکړې او په ځواب کې يې ممبۍ انډينز هم ٢٠١ منډې وکړې او لوبه مساوي شوه.

په سوپر اور کې بيا بېنګلور ته ٨ منډې هدف وټاکل شو، چې ويراټ کوهلي د سوپر اور په وروستي توپ د څلوريزې په وهلو سره بريا خپله کړه.

د يادې بريا څخه وروسته د ويراټ کوهلي مېرمن او د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې د خپل انسټاګرام په سټوري کې وليکل، چې د يوې حامله ښځې لپاره په زړه پورې لوبه، څه زبردسته لوبډله ده.

انوشکا شرما

هغې په خپله سټوري کې د پرونۍ لوبې عکسونه هم خپاره کړي و.

د انوشکا شرما د انسټاګرام دا سټوري ډېر ژر په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شوه او ډېرو خلکو خپره کړه او تبصرې يې هم پرې وکړې.

د يادولو وړ ده چې ويراټ کوهلي د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، چې د هغه په توپوهنه په تېره لوبه کې سنيل ګواسکر نيوکې هم کړې وې او ويلي يې و، چې ويراټ کوهلي په کرنټين کې د انوشکا شرما په توپونو پرېکټس کړى دى. له هغه وروسته انوشکا شرما هم ورته ځواب ورکړى و او ورته يې ويلي و، چې د ويراټ کوهلي د خرابې لوبې ذمه واري دې په هغې نه اچوي.

انوشکا شرما ١

د ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا شرما، چې د هندي فلمونو مخکښه هنرمنده ده، اوس حامله ده او دواړو په خپل يو ټويټ کې څه وخت مخکې ويلي و، چې دوى به د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې له دوو څخه درې شي، يعنې په جنورۍ مياشت کې به انوشکا شرما ماشوم وزېږوي.

د يادولو وړ ده چې که څه هم د انوشکا شرما کار او مينه له فلمي نړۍ سره ده، خو چون د هغې خاوند ويراټ کوهلي د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى دى، نو له کرکټ سره هم د هغې مينه له چا پټه نه ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …