کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپريدي د هند پر وړاندې د ماتې پړه په مصباح الحق واچوله
شاهد اپريدى

شاهد اپريدي د هند پر وړاندې د ماتې پړه په مصباح الحق واچوله

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي د ٢٠١١ کال نړيوال جام کې له هند څخه د ماتې پړه په مصباح الحق واچوله.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، شاهد خان اپريدي په مصباح الحق نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې هغه مهال موږ لوبه ګټلې شوه، خو د مصباح الحق له امله مو وبايلله.

هغه په يوه مرکه کې وايي، چې د ٢٠١١ کال نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې له موږ سره ښه چانس و چې هند ته ماتې ورکړې واى، خو د مصباح الحق د ورو توپوهنې له امله مو دغه چانس له لاسه ورکړ.

د نړيوال جامونو په تاريخ کې پاکستان تراوسه پورې هند ته کومه ماتې نه ده ورکړې، هر ځل چې د پاکستان لوبډله په نړيوال جام کې له هند سره مخ شوې ده، نو ماتې يې خوړلې ده.

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دا پخوانى لوبډلمشر وايي، چې موږ د ٢٠١١ کال په نړيوال جام کې هند ته د ماتې ورکولو يو ښه چانس له لاسه ورکړى.

نوموړي همدا راز په خپله مرکه کې وويل، مصباح الحق په لوبه کې د سيټ کېدو يا ځان جوړولو لپاره ډېر وخت واخيست، دا داسې حالت و چې بايد چټکه توپوهنه ترسره شوې واى.

پاکستان د ٢٠١١ کال نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې د هند د ٢٦١ منډو په تعقيب کې ٢٣١ منډې وکړې او د ٢٩ منډو په توپير يې ماتې وخوړه، چې د نړيوال جام څخه هم بهر شو.

په دغه لوبه کې مصباح الحق په ٧٦ توپونو باندې ٥٦ منډې وکړې، همدا راز د پاکستان د هغه وخت تجربه کاره توپوهونکي يونس خان بيا په ٣٢ توپونو باندې يوازې ١٣ منډې ترلاسه کړې. شاهد خان اپريدى چې هغه مهال د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم و، په ١٩ منډو وسوځېده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …