کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزى: د ښځو کرکټ لپاره به چارې لا ګړندۍ شي
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د ښځو کرکټ لپاره به چارې لا ګړندۍ شي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په کرکټ بورډ کې د ښځې څانګې مسوولې ته لارښوونه کړې ده، چې د ښځو د کرکټ د ودې لپاره دې خپلې چارې لا ګړندۍ کړي. هغه دا هم ويلي دي، چې پياوړو ښځينه لوبغاړو لپاره به هم د قرارداد فرصت رامنځته کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د ټولو څانګو له مسوولينو سره ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې نوموړي د ټولو څانګو مسوولينو ته لازمې لارښوونې کړې دي او له هغوى څخه يې غوښتنه کړې ده چې خپلې چارې دې لا پسې ګړندۍ کړي.

په دې لړ کې فرهان يوسفزي د ښځو څانګې مسوولې طوبا سنګر ته هم لارښوونه کړې ده، چې د ښځو د کرکټ ودې لپاره چارې لا ګړندۍ کړي او همدا راز د خبري پوښښ لپاره دې يې فېسبوکپاڼه او ټويټر هم جوړ کړي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي دي: ((د ښځو څانګې مسؤلې اغلې طوبا سنګر ته لارښونه وشوه، چې د ښځو کرکټ د ودې لپاره دې خپلې چارې لا ګړندۍ کړي، ترڅو په راتلونکې کې د دوی لپاره نورې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شي ترڅو پیاوړو ښځينه کرکټ لوبغاړو لپاره هم د قرارداد د ورکړې فرصت رامنځته شي.))

په دې خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې ده: ((طوبا سنګر ته یې لارښوونه وکړه چې د رسنیو څانګې سره دې په همغږۍ د ښځینه کرکټ د خبري پوښښ په موخه جلا فېسبوک پاڼه او ټوېټر پاڼه جوړه شي.))

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم د کرکټ بورډ عمومي رييس په خپله يوه ناسته کې ويلي و، چې د ښځو کرکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي او غواړي چې د ښځو يوه پياوړې لوبډله جوړه کړي، تر څو د افغانستان اتلولي وکړي.

څو ورځې وړاندې بيا فرهان يوسفزي په خپل ټويټر کې د کابل لوبغالي يو عکس هم خپور کړى او ليکلي يې و، چې د افغانستان ښځينه لوبغاړو په کابل لوبغالي کې تمرينات پيل کړي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …