کورپاڼه / خپلواک / لس بالران، چې په کم عمرۍ کې يې هېټريک وکړ
راشد خان، محمد حسنېن، لاسيت ملينګا

لس بالران، چې په کم عمرۍ کې يې هېټريک وکړ

خپلواک وېبپاڼه (۶ اکتوبر ۲۰۱۹): په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې لس توپ اچوونکي، چې په کم عمرۍ کې يې هېټريک ترسره کړی دی. تر ټولو کم عمره اچوونکی چې هېټريک يې کړی و، افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان و، چې د هند په دهرادون کې يې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ۲۰۱۹ کې د ايرلېنډ پر وړاندې هېټريک وکړ.راشد خان

خو د راشد خان دغه ريکارډ په روان کال ۲۰۱۹ کې بېرته د پاکستاني توپ اچوونکي محمد حسنېن له خوا مات شو. نوموړي پرون د سريلانکا په وړاندې په لوبه کې په درې توپونو پرلپسې درې لوبغاړي وسوځول او د شل اوريزو لوبو په برخه کې يې د نړۍ د تر ټولو کم عمره توپ اچوونکي مقام خپل کړ.

اوس د پاکستان محمد حسنېن په دغه لړۍ کې لومړی دی، چې د ۱۹ کالو او ۱۸۳ ورځو په عمر يې هېټريک وکړ. همدا راز راشد خان په دويم مقام دی چې د ۲۰ کالو او ۱۵۷ ورځو په عمر يې هېټريک کړی و.محمد حسنېن

د نيوزيلېنډ ټام ساوټي بيا دریم دی، چې د ۲۲ کالو او ۱۵ ورځو په عمر يې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان درې لوبغاړي وسوځول او دغه کارنامه يې ترسره کړه.

فهيم اشرف بل هغه پاکستانی لوبغاړی دی چې د سريلانکا درې لوبغاړي يې په ۲۰۱۷ کال کې وسوځول او هېټريک يې وکړ. هغه د ۲۳ کالو او ۲۸۴ ورځو په عمر دغه کارنامه ترسره کړه.

د سريلانکا تيشارا پريرا هم په دغه ليسټ کې ځای لري او په ۲۰۱۶ کال کې يې د هند درې لوبغاړي وسوځول، دغه مهال د نوموړي عمر ۲۶ کاله او ۳۱۵ ورځې و. د اسټراليا بريټ لي بيا د ۳۰ کالو او ۳۱۰ ورځو په عمر د انګلستان درې لوبغاړي وسوځول او دغه ليسټ کې يې ځان ځای کړ.لس بالران

همدا راز  د نيوزيلېنډ اورام او د سريلانکا لاسيت ملينګا هم په دغه ليسټ کې شته. لاسيت ملينګا بيا په کم عمرۍ کې دوه ځلې هېټريک کړی دی، چې يو يې د ۳۳ کالو او ۲۲۱ ورځو په عمر او دويم يې د ۳۶ کالو او ۹ ورځو په عمر کړی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …