کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د غوره لوبغاړي جايزه د خپلې مور په نوم کړه
راشد خان

راشد خان د غوره لوبغاړي جايزه د خپلې مور په نوم کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، په پرونۍ لوبه کې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړه.

راشد خان د غوره لوبغاړي د جايزې تر ترلاسه کولو وروسته وويل، چې هغه په خپل ځان فشار نه و راوړى او يوازې يې ټول پام په دې و، چې په ارامه سره چې څه کولي شي بايد هغه وکړي.

نوموړي په خپله مرکه کې وويل، چې ډيويډ وارنر تل زما پلوي کوي او راته يې وويل، چې تاسې په خپله پوهېږئ چې د لوبډلې لپاره څه په ګټه دي.

نوموړي دا هم وويل، چې تېر يو نيم کال د هغه لپاره ډېر سخت و، ځکه لومړى يې پلار له لاسه ورکړ او بيا يې مور هم له لاسه ورکړه، همدا راز کرکټ ته بېرته راستنېدو هم ډېر وخت ونيولو.

راشد خان وويل، چې د هغې مور د اى پي ايل ستره مينه واله او کله چې به هم په اى پي ايل کې غوره لوبغاړى شو، نو مور به يې ورسره خبرې کولې. هغه وويل چې نن د غوره لوبغاړي دا جايزه د خپلې مور په نوم کوي.

د يادولو وړ ده چې راشد خان په پرونۍ لوبه کې په اى پي ايل کې د خپل کيرير تر ټولو غوره توپ اچونه هم وکړه، چې په ٤ اورونو کې يې د ١٤ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې راشد خان په ٢٠١٧ کال کې د ګجرات او په ٢٠١٨ کال کې د پنجاب پر وړاندې د ١٩ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي سوځولي و.

په پرونۍ لوبه کې سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لومړى توپوهنه ترسره کړه او ١٦٣ منډې هدف يې وټاکه، چې ډيلي کاپيټلز يې په ځواب کې ١٤٧ منډې وکړې او د ١٥ منډو په بدل کې حېدراباد په اى پي ايل کې خپله لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د …