کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي
سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو کې د تور رنګ او ټيټ قد په تړاو يو پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې هغه له خپل رنګ او قد څخه خوشحاله دي، نور بايد د رنګ توپير ختم شي.

سهانا خان په انسټاګرام کې يو اوږد پوسټ کړى دى، همدا راز يو شمېر هغه کمنټونه او ميسجونه چې هغې ته د هغې د رنګ په تړاو شوي دي، د هغې سکرين شاټونه يې هم ورسره اچولي دي.

شاه رخ خان

په دې سکرين شاټونو کې هغې ته خلکو (توره) او (بدرنګه) ويلي دي او ورته يې ليکلي دي، چې تور رنګ لرې او ډېره بدرنګه يې. هغې همدا راز دا سکرين شاټونه انګليسي ته هم ژباړلي دي، تر څو هغه خلک چې په هندۍ نه پوهېږي، هغوى هم پرې پوه شي.

سهانا خان وايي، له ١٢ کلنۍ راهيسې به ته دا ويل کېدل، چې هغه توره ده او ښکلې نه ده، حال دا چې د ټولو هنديانو رنګونه خړ دي، د چا به لږ ډېر تور وي او د چا کم. خو په خپله چې هنديان دا ټکى نورو ته کاروي، نو دا ډېره بده خبره ده.

 

View this post on Instagram

 

There’s a lot going on right now and this is one of the issues we need to fix!! this isn’t just about me, it’s about every young girl/boy who has grown up feeling inferior for absolutely no reason. Here are just a few of the comments made about my appearance. I’ve been told I’m ugly because of my skin tone, by full grown men and women, since I was 12 years old. Other than the fact that these are actual adults, what’s sad is that we are all indian, which automatically makes us brown – yes we come in different shades but no matter how much you try to distance yourself from the melanin, you just can’t. Hating on your own people just means that you are painfully insecure. I’m sorry if social media, Indian matchmaking or even your own families have convinced you, that if you’re not 5″7 and fair you’re not beautiful. I hope it helps to know that I’m 5″3 and brown and I am extremely happy about it and you should be too. #endcolourism

A post shared by Suhana Khan (@suhanakhan2) on


هغې په دې تړاو په خپل پېغام کې ويلي دي، چې هغه له خپل رنګ او قد څخه خوشحاله ده، دوى هم بايد خوشحاله شي او نور د رنګونو دا توپير بايد ختم شي.

په انسټاګرام کې سهانا خان ليکلي: دلته د نورو ډېرو ستونزو تر څنګ يوه مسئله دا هم ده چې بايد موږ يې پاى ته ورسوو، دا يوازې زما په اړه نه ده، بلکې د ټولو هغه نجونو او هلکانو په اړه ده چې اوس ځوانۍ هت رسېږي او د پرته کوم لامل له داسې څه سره مخ کېږي. دلته ځينې کمنټونه هم ما خپاره کړي دي چې زما په تړاو شوي دي، ماته ويل کېږي چې زه بدرنګه يم، هغه هم يوازې زما د رنګ له امله او دا چاره له ١٢ کلنۍ راهيسې روانه ه.

شاه رخ خان

هغه همدا راز ليکي، چې غم دا دى دا خلک په پاخه عمر هم دي او هنديان هم دي. هغه وايي له خپلو خلکو څخه نفرت کول ډېر درد لري. نوموړې وايي، چې زما قد ٥.٧ نه دى او دا کومه بده خبره نه ده، زه هيله کوم چې زما قد ٥.٣ دى او زه له دې نه بېخي خوشحاله يم، زه خپل رنګ نه هم خوشحاله يم او تاسې هم خوشحاله شئ. نور بايد د رنګ توپير ختم شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …