کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: د ډيلي کاپيټلز لوبډلمشر شرياس اير ١٢ لکه روپۍ جريمه شو
شرياس اير

اى پي ايل: د ډيلي کاپيټلز لوبډلمشر شرياس اير ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په ١١مه لوبه کې د ډيلي کاپيټلز لوبډلمشر شرياس اير د سنرايزرز حېدراباد پر وړاندې لوبه کې د اورونو په ورو ترسره کولو يا slow over-rate له امله ١٢ لکه هندي کلدارې يا ١.٢ ميليونه هندي کلدارې جريمه شو.

د ابوظهبۍ په شېخ زيد لوبغالي کې ترسره شوې ده لوبه کې ډيلي کاپيټلز په ټاکلي وخت کې ٢٠ اورونه ترسره نه کړل او ٢٣ دقيقې زيات وخت يې واخيست، چې له امله يې لوبډلمشر جريمه شو.

دا په روان ليګ کې د ډيلي کاپيټلز لپاره لومړۍ ستره جريمه ده، همدا راز په خپلو دوه لوبو کې د بريا ترلاسه کولو وروسته پرون په دريمه لوبه کې ډيلي کاپيټلز له ماتې سره مخ شو.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د ١٦٣ منډو هدف په تعقيب کې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ١٤٧ منډې وکړې او د ١٥ منډو په توپير يې له حېدراباد څخه ماتې وخوړه.

د اى پي ايل له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دا د ډيلي کاپيټلز لومړى ځل جريمه ده، چې د اى پي ايل د اصولو سره سم، اورونه يې په خپل ټاکلي وخت کې ترسره نه کړل او شرياس اير يې له امله ١٢ لکه کلدارې جريمه شو.

شرياس اير په تېره لوبه کې ښه توپوهنه ترسره نه کړاى شوه، هغه په ٢١ توپونو ١٧ منډې وکړې، چې راشد خان وسوځاوه، د هغه کېچ عبدالصمد ونيوه او له مېدانه بهر شو.

راشد خان بيا په دې لوبه کې تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ١٤ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې د پرونۍ ماتې څخه وروسته د اى پي ايل په جدول کې له لومړي مقام څخه دويم مقام ه لاړه.

دا هم ولولئ

فخر زمان د بابر اعظم ریکارډ مات کړ

د پاکستان سوپر لیګ د لاهور قلندرز لوبډلې پیلیز توپ وهونکي فخر زمان د کراچي …