کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کلکتې له لوري زبردسته توپ اچونه، راجستان ته يې د ٣٧ منډو په توپير ماتې ورکړه

د کلکتې له لوري زبردسته توپ اچونه، راجستان ته يې د ٣٧ منډو په توپير ماتې ورکړه

د اى پي ايل په ١٢مه لوبه کې کلکته نايټ رايډرز نه يوازې دا چې ښه توپوهنه ترسره کړه، بلکې ښه توپ اچونه يې هم وکړه او د راجستان رايلز لوبډلې ته يې د ٣٧ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٢مه لوبه د راجستان رايلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې د راجستان رايلز لوبډلمشر سټيو سميت پچه وګټله او لومړى يې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.


د کلکته نايټ رايډرز له لوري توپوهنې ته شوبمن ګيل او سنيل ناراين راووتل، چې کلکتې ٣٦ منډې کړې وې، چې لومړى توپوهونکى يې وسوځېده، سنيل ناراين د ١٥ منډو ترلاسه کولو وروسته د انداکت په توپ اوټ شو.

له ګيل سره نيتيش رانا د ٢٢ منډو ملګرتيا وکړه او د ټيواټيا په توپ باندې پراګ کېچ کړ، کلکتې دويمه ويکټ په ٨٢ منډو له لاسه ورکړه، خو ورپسې شوبمن ګيل هم ژر وسوځېده، هغه ٤٧ منډې کړې وې چې جوفرا ارچر له مېدانه بهر کړ.

له هغه وروسته بيا انډري رسل ٢٤ او دينيش کارتيک يوازې ١ منډه ترلاسه کړه، خو ايون مورګن بيا د لوبې تر پاى پورې پاتې شو او په ٢٣ توپونو يې ٣٤ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

کلکته نايټ رايډرز

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې وکړې، چې د راجستان رايلز لوبډلې ته يې د ١٧٥ منډو هدف وټاکه.

د راجستان رايلز له لوري جوفرا ارچر ٢، انکيت راجپوت، جېديو انداکت، ټام کران او راهول ټيواټيا ١-١ ويکټ واخيستې.

د راجستان رايلز له لوري جاس بټلر او لوبډلمشر سټيو سميت توپوهنې ته راووتل، خو کلکتې ١٥ منډې ترلاسه کړې وې چې سټيو د ٣ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، ورپسې سنجو سمسون هم د ٨ منډو ترلاسه کولو وروسته خپله ويکټ له لاسه ورکړه، جاس بټلر دريم مهم توپوهونکى و چې د ٢١ منډو جوړولو وروسته له مېدانه بهر شو. کلکتې په ٣٩ منډو ٣ لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ٤١ منډو يې پنځم لوبغاړى، روبين اتاپا هم وسوځېده، هغه يوازې ٢ منډې وکړې. ريان پرګ هم ٦ توپونو ته ودرېد خو ١ منډه يې وکړه او بېرته پويلين ته ولاړ.

ټيواټيا چې په تېره لوبه کې يې راجستان بريا ته رسولې وه، هم په ١٠ توپونو ١٤ منډې وکړې، ټام کران بيا تر ټولو ښه توپوهنه ترسره کړه او په ٣٦ توپونو يې ٥٤ منډې وکړې او ناسوځېدلى پاتې شو.

ټام کران

د ١٧٥ منډو د هدف په تعقيب کې د راجستان رايلز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې وکړې او د ٣٧ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د کلکته نايټ رايډرز له لوري توپ اچونکو غوره او په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې شيوام ماوي، کمليش ناګارکوټي او ورون چکرورتي ٢-٢، سنيل ناراين، پاټ کومنز او کلديپ يادو ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شيوام ماوي ترلاسه کړه. نوموړي په ٤ اورونو کې ٤٠ منډې ورکړې او ٢ ويکټې يې اخيستې وې. هغه جاس بټلر او سنجو سمسون سوځولي و، همدا راز د روبين اتاپا کېچ يې هم نيولى و.

دا د کلکته نايټ رايډرز دريمه لوبه وه، چې دويمه بريا يې خپله کړه او د ٤ نومرو سره په جدول کې دويم مقام ته لاړه، همدا راز د راجستان رايلز هم دريمه لوبه وه، چې له لومړۍ ماتې سره مخ شوه او دريم مقام ته لاړه. ډيلي کاپيټلز يو ځل بيا په جدول کې لومړى مقام خپل کړ، د تېرې لوبې له بايللو وروسته ډيلي دويم او راجستان لومړي مقام ته تللې وه.

په نننۍ لوبه کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې مالک او د هندي سينما وتلى او مخکښ هنرمند شاه رخ خان هم لوبغالي ته د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره ورغلى و، چې ټوله لوبه يې په لوبغالي کې له نږدې څخه وکتله. همدا راز د هغه عکسونه او ويډيوګانې هم په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې لاس په لاس شوې.

شاه رخ خان

سبا د اکتوبر په لومړۍ نېټه به د اى پي ايل په ١٣مه لوبه کې د کنګز اليون پنجاب او ممبۍ انډينز لوبډلې مېدان ته کوزې شي. دا لوبه چې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …