کورپاڼه / هنر او کلتور / د عامر خان بنسټ په يوه وچه سيمه لوى ځنګل جوړ کړ
عامر خان

د عامر خان بنسټ په يوه وچه سيمه لوى ځنګل جوړ کړ

د هندي سينما د مخکښ هنرمند عامر خان بنسټ (پاني بنسټ) د هند په يوه وچه سيمه پراخ ځنګل جوړ کړ، چې نوموړي تازه د دغه ځنګل ويډيو خپره کړې ده.

عامر خان د دغه تازه جوړ شوي ځنګل يوه ويډيو په خپل انسټاګرام کې خپره کړې ده او د خپل بنسټ په کارکونکو يې وياړ څرګند کړى دى.

دا بنسټ په ٢٠١٨ کال کې جوړ شوى و، چې د اوبو، وچو ځمکو د زرغونولو او د څارويو د ساتنې په برخه کې خپلې چارې ترسره کوي.

ياد بنسټ په ٢ کلونو کې دننه يو بل بنسټ سره په ګډه کار وکړ او د هند د مهاراشټرا يوه شاړه ځمکه يې په ځنګل بدله کړه، چې اوس په دغه ځاى کې پراخ ځنګل ښکاره کېږي.

د پاني بنسټ دا ستره پروژه په ډېر لږ وخت کې بشپړه کړه او د ځايي خلکو په مرسته يې تر ٢٠٠٠ څخه زياتې ونې ولګولې، دوى داسې ونې ولګولې چې په ژر وخت کې لويېدې او همدا راز د دې ځانګړې پاملرنه وشوه، چې په ډېر لږ وخت کې لويې شوې او اوس د يو لوى ځنګل ننداره وړاندې کوي.

اوس ځنګل جوړ شوى دى، چې د څاروو لپاره هم پکې ځايونه جوړ شوي دي او همدا راز په ځنګل کې نور حشرات هم شته دي.

عامر خان په انسټاګرام کې د دې ويډيو په خپرولو سره ليکلي دي، چې زه په خپل ټيم وياړم چې په ډېر لږ وخت کې يې دا ستره کارنامه وکړه، هغه همدا راز ليکلي دي، چې دا ويډيو وګورئ او ماسره مو خپل نظرونه شريک کړئ.

 

View this post on Instagram

 

Please watch and give me your reactions. Love. a.

A post shared by Aamir Khan (@_aamirkhan) on


د يادولو وړ ده چې د عامر خان او کرن راو دا بنسټ (پاني بنسټ) د مهاراشټرا او د دې اړونده ساحو کې د اوبو د ساتنې لپاره کار کوي، همدا راز د ونو بوټو او څاروو لپاره هم کار کوي او ډېرې داسې سيمې چې مخکې شاړې وې، اوس د دوى په مرسته زرغونې شوې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان او شاه رخ خان

شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي

د هندي سينما مشهور هنرمندان شاه رخ خان او سلمان خان د يو بل په …