کورپاڼه / خبرونه / له نړيوال کرکټ څخه تر استعفا وروسته دهوني وېب سريال جوړوي
دهوني او ساکشي ١

له نړيوال کرکټ څخه تر استعفا وروسته دهوني وېب سريال جوړوي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر، ويکټ ساتونکى او چټک توپوهونکى مهيندرا سينګ دهوني چې څه وخت مخکې يې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، ويل کېږي چې اوس يو وېب سريال جوړوي.

مهيندرا سينګ دهوني چې اوس مهال د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو کې لوبېږي، په دې سياليو کې هغه د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشري هم په غاړه لري.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دهوني له نړيوال کرکټ څخه تر استعفا وروسته اوس غواړي چې په نورو داسې برخو کې کار وکړي، چې هم يې خپل شهرت په ګټه راشي او هم خلکو ته يو څه نوي وړاندې کړي.

د مهيندرا سينګ دهوني مېرمن ساکشي ځينو رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د دهوني د شرکت له لوري يو وېب سريال جوړول کېږي، چې د دې کيسه د يو داسې کتاب څخه اخيستل شوې ده، چې هغه لا نه دى چاپ شوى.

ساکشي همدا راز ويلي دي، چې دا يو ساينس فيکشن وېب سريال دى، چې يوه داسې کيسه پکې وړاندې کېږي، چې ښايي د ډېرو خلکو فکرونه بدل کړي.

 

View this post on Instagram

 

Times when you crave attention from #mrsweetie ! Video games vs Wife ( Disclamer : close friends of ours will understand this pik )

A post shared by Sakshi Singh Dhoni (@sakshisingh_r) on


د دې وېب سريال په اړه ويل کېږي، چې په دې کې د يو يو کردار لپاره به ډېر ځانګړى کار وشي او هر څوک چې په دې سريال کې اخيستل کېږي، د هغوى کردارونو باندې به ډېره خواري وشي، تر څو دا کيسه په سمه بڼه خلکو ته وړاندې شي.

د يادولو وړ ده چې د دهوني د شرکت له لوري تر دې مخکې يو مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شوى و، چې هغه مستند فلم کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مينه وال ښودل شوي و.

مهيندرا سينګ دهوني د هند کرکټ ملي لوبډلې يو کامياب او بريالى لوبډلمشر و، چې د اى سي سي درې جامونه يې په خپله لوبډلمشرۍ کې ګټلي و، هغه په وروستي په تېر ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې د هند لپاره لوبېدلى و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر …