کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: شاه رخ خان هم د کلکتې ملاتړ لپاره لوبغالي ته تللى
شاه رخ خان

اى پي ايل: شاه رخ خان هم د کلکتې ملاتړ لپاره لوبغالي ته تللى

د هندي سينما مخکښ او مشهور هنرمند شاه رخ خان هم نن د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل لوبې ليدو لپاره مېدان ته ورغلى دى.

نن د اى پي ايل ١٢مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې کلکتې توپوهنه ترسره کړې ده او اوسمهال راجستان رايلز د ١٧٥ منډو د هدف په تعقيب توپوهنه ترسره کوي.

شاه رخ خان چې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې مالک دى، نن دوبۍ ته تللى او هلته له نږدې څخه د خپلې لوبډلې لوبه ګوري. هغه د خپلې لوبډلې ملاتړ لپاره نن له خپلې کورنۍ سره په لوبغالي کې ده او ټوله لوبه له نږدې څخه ګوري.


نننۍ لوبې ته د شاه رخ خان ورتګ او هلته په لوبغالي کې د خپلې لوبډلې د ملاتړ عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر لاس په لاس کېږي او خلک يې عکسونه خپروي.


د شاه رخ خان لوبغالي ته په ورتګ نه يوازې دا چې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې په ټويټر د هغه په اړه پوسټ کړى دى، بلکې د راجستان رايلز لوبډلې له ټويټر څخه هم د شاه رخ خان د ورتګ په اړه ټويټ شوى.


د کورونا له امله سږکال د اى پي ايل سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او همدا راز لوبغالو ته تماشچيانو هم نه پرېښودل کېږي. شاه رخ خان هم چې په لوبغالي کې ناست دى، ښايي له خپلې لوبډلې سره ونه ويني.


د اى پي ايل لپاره ټول لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته په ورتګ کرنټين شوي و او تر سختو احتياطي تدابيرو لاندې دي. نو همدا لامل کېداى شي چې شاه رخ خان يوازې د يوې لوبې ليدو ته ورغلى دى. هغه چې هلته نه دى کرنټين شوى، ښايي دې ته پرې نه ښودل شي چې د خپلې لوبډلې له لوبغاړو سره له نږدې وويني.

شاه رخ خان چې له کرکټ سره ځانګړې مينه لري، نه يوازې په اى پي ايل کې خپل ټيم لري، بلکې د نړۍ په ځينو نورو تجارتي ليګونو کې هم هغه لوبډلې اخيستې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عرفان پټان

د هند مشهور کرکټر عرفان پټان فلمونو ته مخه کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي عرفان پټان له کرکټ څخه وروسته …