کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ١٣مه لوبه: پنجاب د ممبۍ پر وړاندې مېدان ته کوزېږي، د لوبې په اړه ځينې مهم معلومات
کنګز اليون پنجاب او ممبۍ انډينز

اى پي ايل ١٣مه لوبه: پنجاب د ممبۍ پر وړاندې مېدان ته کوزېږي، د لوبې په اړه ځينې مهم معلومات

په تېرو لوبو کې د ښو لوبو ترسره کولو پرته هم د ماتې خوړلو څخه وروسته به ممبۍ انډينز او کنګز اليون پنجاب هڅه کوي چې په دې لوبه کې بريا خپله کړي.

کنګز اليون پنجاب په تېره لوبه کې د راجستان رايلز لوبډلې ته د ٢٢٤ منډو هدف ټاکلى و، خو له ياد هدف څخه يې دفاع ونه شوه کولاى او په پاى کې يې لوبه بايلوده. همدا راز ممبۍ انډينز هم په خپله تېره لوبه کې د کيرون پولارډ او ايشان کشن په زبردسته توپوهنه د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته د ٢٠٢ منډو هدف وټاکه، خو لوبه سوپر اور ته لاړه او په سوپر اور کې ممبۍ له ماتې سره مخ شوه.

د بريا لپاره به دواړه لوبډلې هڅې کوي

دفاعي اتلې لوبډلې ممبۍ انډينز په لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې وه، خو کلکته نايټ رايډرز ته په ماتې ورکولو سره يې ښه کم بېک وکړ، خو د رايل چېلنجرز بېنګلور پر وړاندې کوچنۍ کوچنۍ تېروتنې ورته ګرانې تمامې شوې او لوبه يې بايلوده. بل لوري ته د کنګز اليون پنجاب کيسه هم دې ته ورته ده، چې په لومړۍ لوبه کې يې له ډيلي کاپيټلز څخه ماتې وخوړه، خو په دويمه لوبه کې يې رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته ستره او تاريخي ماتې ورکړه، دريمه لوبه کې يې که څه هم ښه لوبه ترسره کړه له راجستان رايلز څخه يې ماتې وخوړه.

دواړو لوبډلو به د خپلو تېروتنو څخه زده کړه کړې وي او په نننۍ لوبه کې به يې د تکرار څخه ځان ساتي او د دويمې بريا لپاره به هڅه کوي.

د پنجاب توپ اچونکي په فارم کې نه ښکاري

د راجستان رايلز پر وړاندې د پنجاب توپ اچونکو ښه توپ اچونه ترسره نه کړه. راهول ټيواټيا په شيلډون کوټريل باندې په يو اور کې ٥ شپږيزې ووهلې، همدا راز محمد شامي چې په ښه فارم کې روان دى، هم په لوبه کې ٥٣ منډې ورکړې او ٣ ويکټې يې واخيستې. د ليګ سپينر روي بشنويي پرته بل هېڅ توپ اچونکي کوم کمال ښکاره نه کړ. که څه هم کى ايل راهول ټول تشويقول او هڅه يې کوله چې ښه ثابت شي، خو نن ښايي نوموړى له خپلو توپ اچونکو ډېره هيله من وي.

کنګز اليون پنجاب بيا خپل مخکښ توپوهونکى کريس ګيل تراوسه پورې په کومه لوبه کې نه دى اخيستى، خو د راهول او ماينک اګروال د زبردستې توپوهنې له امله د دوى توپوهنه مضبوطه ښکاري.

راهول او اګروال په ښه فارم کې دي

که ممبۍ انډينز غواړي چې په لوبه کې بريا خپله کړي نو راهول او اګروال به ژر اوټ کوي. دواړو تراوسه پورې يوه يوه سليزه او يوه يوه پنځوسيزه وهلې ده، د راجستان رايلز پر وړاندې خو هغوى په لومړۍ ويکټ د ١٨٣ منډو ملګرتيا وکړه. د ممبۍ توپوهنه او توپ اچونه دواړه ښه روانه ده.

د هغوى سره په توپوهنه کې روهيت شرما، سوريا کمار يادو او ايشان کشن په څېر توپوهونکي دي، چې له دوى وروسته بيا کيرون پولارډ او هارديک پانډيا په څېر چټک توپوهونکي هم لري، چې کولاى شي لوبډله د بريا پر لوري ورسوي.

د ممبۍ لپاره د هغوى چټک توپ اچونکي جسپريت بومرا تراوسه پورې کوم کمال نه دى ښکاره کړى او دا د دوى لپاره د تشويش خبره ده. بومرا په ٣ لوبو کې ٣ ويکټې ترلاسه کړې دي، ممبۍ لوبډلې په دې لوبغالي کې مخکې هم لوبې ترسره کړې دي او ښايي دا ورته ګټور ثابت شي، ممبۍ خپلې لومړۍ دواړه لوبې په دې مېدان کې ترسره کړې دي.

احتمالي نوملړ:

ممبۍ انډينز: روهيت شرما (لوبډلمشر)، کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، سوريا کمار يادو، ايشان کشن، کيرون پولارډ، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، جېمز پټينسن\ناتن کولټر نيل، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

کنګز اليون پنجاب: کى ايل راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ماينک اګروال، کرون ناير، ګلين ميکسويل، نيکولاس پوران، جېمز نيشام، سرفراز خان، روي بشنويي، ايم اشوين، شيلډون کوټريل او محمد شامي.

د يادولو وړ ده چې د ممبۍ انډينز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ د اى پي ايل ١٣مه لوبه د ابوظهبي په شېخ زيد لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي. تېر کال ٢٠١٩ کې دواړه لوبډلې دوه ځلې مخ شوې وې، چې لومړۍ لوبه پنجاب او دويمه ممبۍ ګټلې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ايون مورګن او ويراټ کوهلي

اى پي ايل ٣٩مه لوبه: ايون مورګن او ويراټ کوهلي به نن مېدان کې مخامخ شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٩مه لوبه نن د کلکته نايټ رايډرز …