کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر ليګ په لومړي او دويم پړاو کې ميلياردونه روپۍ فساد شوى
پاکستان سوپر ليګ

د پاکستان سوپر ليګ په لومړي او دويم پړاو کې ميلياردونه روپۍ فساد شوى

د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس ايل په لومړي او دويم پړاو کې د ميلياردونو روپيو (پاکستاني کلدارو) فساد شوى دى، چې په اړه يې حکومت د پاکستان کرکټ بورډ له عمومي رييس ځواب غوښتى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پبلک اکاونټس کمېټۍ په غونډه کې د يادې کمېټې عمومي رييس د پاکستان کرکټ بورډ د بېلا بېلو برخو ارزونه وکړه.

په دې غونډه کې د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) د لومړي او دويم پړاو د تفتيش راپور وړاندې شو، چې پکې ويل شوي دي چې د پي ايس ايل په لومړي او دويم پړاو کې ٢ ميليارده او ٧٧٠ ميليونه روپۍ فساد شوى دى.

د دغه راپور په وېنا، د پاکستان سوپر ليګ درې لوبډلې اسلام اباد يونايټډ، پېښور زلمي او کوټه ګليډيټر په ډېره کمه بيه ليلام شوي دي، چې له امله يې پاکستان کرکټ بورډ ته هر کال ١.١ ميليونه امريکايي ډالر تاوان رسېدلى دى.

په دې غونډه کې د کرکټ بورډ عمومي رييس احسان ماني وويل، چې زه د کرکټ بورډ په هره چاره کې مداخلت نه کوم، هغه مهال حالات ښه نه و او موږ ته پکار و چې په هر حالت کې پاکستان سوپر ليګ ترسره کړو.

د هغه د خبرو په ځواب کې رانا تنوير حسېن ورته غوسه شوى او ورته يې ويلي دي، چې ته د يادې ادارې مشر يې او بايد چې غېر ذمه واره خبرې ونه کړې. نوموړي زياته کړه، چې ته بايد د يوې يوې روپۍ حساب ولرې او موږ ته يې په وخت راکړې.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ د دريم او څلورم پړاو سياليو تفتيش لا نه دى شوى، دا تفتيش د کورونا له امله ځنډېدلى و چې اوس بيا پيل شوى دى.

بل لوري ته د پاکستان سوپر ليګ د ټولو لوبډلو مالکان د پاکستان کرکټ بورډ پر ضد محکمې ته تللې دي. دوى وايي چې د پنځم پړاو سياليو له امله دوى له ستر زيان سره مخ شوي دي او کرکټ بورډ بيا ډېره فايده ترلاسه کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د دهوني مينه وال

د دهوني يو مينه وال خپل کور د هغه په عکسونو او د لوبډلې په رنګ رنګولى

د هند کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کامياب لوبډلمشر، توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ …