کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى سيد شېرزاد ٢٦ کلن شو
سيد شېرزاد

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى سيد شېرزاد ٢٦ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسى ميډيم توپ اچونکى سيد احمد شېرزاد ٢٦ کلن شو، هغه په ١٩٩٤ کال کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلى و.

نوموړى د ٢٠١١ کال د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام چې په ايرلېنډ کې ترسره شو، په افغانستان ١٩ کلنه لوبډله کې شامل و، هغه په لومړي ځل شل اوريزه لوبه د افغان چيتاز لپاره د فېصل بانک ټوينټي ټوينټي کپ کې د راولپېنډۍ رامز پر وړاندې ترسره کړه، چې دوه ويکټې يې ترلاسه کړې.

نوموړي په ٢٠١٨ غازي امان الله خان لېسټ اې سياليو کې په لومړي ځل د بوست زون لوبډلې لپاره ولوبېده چې د بوست زون لپاره يې تر ټولو زياتې ١٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان غوره ليګ په لومړي پړاو کې چې په ٢٠١٨ کال کې ترسره شوى و، نوموړى د کندهار لوبډلې سره و، چې د کندهار لوبډلې لپاره يې تر ټولو زياتې ١٦ ويکټې ترلاسه کړې.

سيد شېرزاد

په ٢٠١٥ کال کې نوموړي په لومړي ځل د افغانستان لپاره په نړيواله شل اوريزه لوبه کې ګډون وکړ، دا لوبه چې د عمان پر وړاندې ترسره شوې وه، سيد شېرزاد پکې په ٣ اورونو کې د ١٦ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول.

خو نوموړي بيا د افغانستان لپاره لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ٢٠١٩ کال کې د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړه، دا لوبه د باران له امله بې پايلې پاى ته ورسېده او افغانستان پکې توپ اچونه ترسره نه کړه.

سيد احمد شېرزاد د افغانستان لپاره په ٢ نړيوالو يو ورځنيو او ٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى. هغه په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٧ ويکټې ترلاسه کړې دي او نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١ ويکټ اخيستې ده.

نوموړي همدا راز ١٥ فرسټ کلاس، ١٥ ليسټ اې او ٢٥ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې په فرسټ کلاس کې يې ٤٩، په ليسټ اې کې يې ٢٠ او په شل اوريزو کې يې ٣١ ويکټې ترلاسه کړې دي.

د فرسټ کلاس سياليو په يوه لوبه کې نوموړي د ١٤٩ منډو په بدل کې ١٠، په ليسټ کې يې د ٥٦ منډو په بدل کې ٣ او په شل اوريزو کې د ١٩ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar