کورپاڼه / هنر او کلتور / د مشهور فلم (دي لاين کنګ) بله برخه جوړېږي
دي لاين کنګ

د مشهور فلم (دي لاين کنګ) بله برخه جوړېږي

د امريکايي فلمونو جوړولو مشهوره سټوډيو والټ ډزني په ٢٠١٩ کال کې نندارې ته وړاندې شوي فلم (دي لاين کنګ) بله برخه يا سيکويل جوړوي.

د والټ ډزني د ٢٠١٩ کال د (دي لاين کنګ) د نوې برخې لارښود يا ډايريکټر به اسکر جايزه ګټونکى بيري جينکنس وي.

په دې نوي فلم کې به هم د ٢٠١٩ کال د فلم په څېر له ټېکنالوژۍ ګته واخيستل شي، دغه فلم په نړيواله کچه ١.٧ ميليارده امريکايي ډالر ګټلي و.

دي لاين کنګ ١

خو والټ ډزني په دې اړه څه نه دي ويلي، چې په دې نوي فلم به کله کار پيل کړي. داسې احتمال شته چې ښايي د روان کال په پاى او يا هم د نوي کال په پيل کې دوى په دې فلم کار پيل کړي.

په (دي لاين کنګ) فلم کې د ځنګل د يو پاچا (مفاسا) او د هغه د زوي (سمبا) کيسه ښودل شوې ده، په دې فلم کې د مفاسا ورور سکار غواړي چې په ځنګل کې خپله پاچاهي وکړي او له دې امله خپل ورور له منځه وړي او خپل خوريى (سمبا) دې ته مجبوروي چې ځنګل پرېږدي.

کله چې سمبا لويېږي، نو هغه بېرته دې ځنګل ته راستنېږي او د سکار څخه خپله بدله اخلي او دا ځنګل يو ځل بيا د ځناورو لپاره په امن سيمه بدلېږي.

دا فلم په ١٩٩٤ کال کې په همدې نوم جوړ شوي کارټوني فلم په کيسه باندې جوړ شوى و، د فلم په کيسه کې هېڅ بدلون نه و راوستل شوى، يوازې د کارټوني پر ځاى دا ځلې دا فلم په ډېره حقيقي بڼه جوړ شوى و.

د لاين کنګ هغه فلم دى، چې نه يوازې ماشومانو ډېر خوښ کړى و، بلکې د دې تر څنګ لويانو هم دا فلم ډېر خوښ کړ او په نړيواله کچه يې لويه بريا ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان او شاه رخ خان

شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي

د هندي سينما مشهور هنرمندان شاه رخ خان او سلمان خان د يو بل په …