کورپاڼه / ريکارډونه / روهيت شرما په اى پي ايل کې نوى ريکارډ جوړ کړ
روهيت شرما

روهيت شرما په اى پي ايل کې نوى ريکارډ جوړ کړ

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي روهيت شرما نوى ريکارډ جوړ کړ، هغه دريم توپوهونکى شو چې په اى پي ايل کې يې د ٥٠٠٠ منډو پوره کولو هدف پوره کړ.

پرون د اى پي ايل په ١٣مه لوبه کې روهيت شرما د ٣ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٤٥ توپونو ٧٠ منډې ترلاسه کړې، چې نه يوازې د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهمه ونډه واخيسته، بلکې په اى پي ايل کې يې ٥٠٠٠ منډې هم پوره کړې.

ممبۍ انډينز په دغه لوبه کې د ٤٨ منډو په ستر توپير د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ممبۍ انډينز

روهيت شرما تراوسه پورې په اى پي ايل کې ١٩٢ لوبې ترسره کړې دي، چې ٥٠٦٨ منډې يې ترلاسه کړې دي، د هغه اوسط ٣١.٨٧ دى او سټرايک رېټ يې بيا ١٣١.٢٦ دى.

نوموړي ١ سليزه او ٣٨ شپږيزې وهلي دي، همدا راز ٢٠٤ شپږيزې او ٤٤٤ څلوريزې يې هم وهلي دي او په يوه لوبه کې زياتې منډې يې ١٠٩ ناسوځېدلې منډې دي. همدا راز نوموړى د اى پي ايل په تاريخ کې دريم توپوهونکى دى چې د ٥٠٠٠ منډو هدف يې پوره کړ.

د اى پي ايل په تاريخ کې بيا تر ټولو زياتې منډې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي ترلاسه کړې دي. هغه په ١٨٠ لوبو کې د ٣٧.١٩ په اوسط او ١٣١.١٢ په سټرايک رېټ سره ٥٤٣٠ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې زياتې منډې ١١٣ دي. نوموړي ٥ سليزې او ٣٦ پنځوسيزې هم وهلي دي.

ويراټ کوهلي

تر هغه وروسته بيا دويم توپوهونکى د چيناى سوپر کنګز لوبډلې توپوهونکى سريش راينا دى، چې په ١٩٣ لوبو کې يې د ٣٣.٣٤ په اوسط او ١٣٧.١٤ په سټرايک رېټ سره ٥٣٦٨ منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي ١ سليزه او ٣٨ پنځوسيزې وهلي دي او په يوه لوبه کې زياتې منډې يې ١٠٠ ناسوځېدلې منډې دي.

مهيندرا سينګ دهوني او سرېش راينا

خو سريش راينا سږکال د اى پي ايل په سياليو کې برخه نه ده اخيستې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مهيندرا سينګ دهوني

٢٣ جون ٢٠١٣: هند چيمپينز ټرافي په خپل نوم کړه او دهوني ريکارډ جوړ کړ

د ٢٠١٣ کال د جون په ٢٣مه نېټه، يعنې په همدې ورځ باندې هند کرکټ …