کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان: په کاميابۍ پسې منډې مه وهئ، وړتياوې ترلاسه کړئ
عامر خان

عامر خان: په کاميابۍ پسې منډې مه وهئ، وړتياوې ترلاسه کړئ

د هندي فلمونو مشهور هنرمند عامر خان چې د (قيامت سى قيامت تک)، (دل)، (٣ ايډيټس)، (تارى زمين پر)، (ګجني) او (دنګل) په څېر فلمونو کې يې کار کړى دى، له کلونو راهيسې هغه د خپلو فلمونو له لارې د خلکو زړونه ګټلي دي او د هندي سينما يو تر ټولو غوره هنرمند ګڼل کېږي.

په (٣ ايډيټس) فلم کې د کار خلکو ډېر خوښ کړ. د ٤٤ کلونو په عمر هغه په دې فلم کې د پوهنتون د يوه زده کوونکي رول ولوباوه، چې دا اسانه خبره نه ده، خو عامر خان دا کار وکړ.

د راجکمار هيراني له لوري جوړ شوي دې فلم کې عامر خان د خپل رول په اړه د يو پوهنتون د زده کوونکو سره په خپلو خبرو کې وويل، کله ورته په دې فلم کې د کار کولو وړانديز وشو، نو هغه ډېر وخت په دې فکر کې و، چې ايا هغه به په دې عمر کې وکولاى شي چې د يوه زدوه کوونکي کردار ترسره کړي او که نه.

عامر خان چې د يو پوهنتون په غونډه کې مشر مېلمه و، د خپل ژوند او فلمونو په اړه يې ډېرې خبرې او تجربې له زده کوونکو سره شريکې کړې.

نوموړي د خپل دغه فلم په اړه وويل، کله چې ورته د فلم جوړونکو وړانديز وکړ، چې په دې فلم کې به د پوهنتون د يوه زده کوونکي رول لوبوي، نو هغه وايي چې ما په دې اړه فکر پيل کړ، چې ايا زه به دا وکولاى شم او که نه.

عامر خان وايي، د دې فلم تر ټولو ستر پېغام دا و چې په کاميابۍ پسې مندې مه وهئ، بلکې په وړتيا کار وکړئ، وړتياوې ترلاسه کړئ او ځانونه په دې برخه کې پياوړي کړئ.

هغه وايي، همدا لامل و چې په دې فلم کې د کار کولو پرېکړه وکړه.

په (٣ ايډيټس) فلم کې د عامر خان تر څنګ شرمن جوشي، مادهوان او کرينه کپور هم کار کړى و، دا فلم نه يوازې يو کومېډي فلم و، بلکې د تعليم په تړاو يې هم خلکو ته ډېر څه ورکړل او د عامر خان يو له کاميابو فلمونو خخه و.

د يادولو وړ ده چې عامر خان او کرينه کپور په راتلونکي فلم (لال سينګ چډها) کې هم ګډ کار کوي او ويل کېږي چې دا به هم د هندي سينما يو لوى فلم وي، چې ښايي د راتلونکي کال په وروستۍ مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …