کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ١٤مه لوبه: چيناى او حېدراباد به د دويمې بريا لپاره مېدان ته کوز شي
ډيويډ وارنر او مهيندرا سينګ دهوني

اى پي ايل ١٤مه لوبه: چيناى او حېدراباد به د دويمې بريا لپاره مېدان ته کوز شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په ١٤مه لوبه کې به د چيناى سوپر کنګز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلې مخ شي. دا لوبه چې د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

په روان اى پي ايل کې چيناى سوپر کنګز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلې دواړه تر نورو وروسته پاتې دي، دواړه لوبډلې د جدول په وروستۍ برخه کې دي او تراوسه پورې يې ١-١ بريا خپله کړې ده.

د چيناى لوبډله په لومړۍ لوبه کې د ممبۍ انډينز سره مخ شوه او په ٥ ويکټو يې بريا خپله کړه، خو په دويمه کې يې له راجستان څخه د ١٦ منډو په توپير او په دريمه لوبه کې يې د ډيلي کاپيټلز څخه د ٤٤ منډو په ستر توپير ماتې وخوړه.

همدا راز سنرايزرز حېدراباد بيا په لومړۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې څخه په ١٠ منډو ماتې وخوړه، ورپسې يې بيا د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې څخه د ٧ ويکټو په توپير ماتې وخوړه، خو په دريمه لوبه کې يې بيا کم بېک وکړ او د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته يې د ١٥ منډو په توپير ماتې ورکړه.

راشد خان په دغه لوبه کې په اى پي ايل کې د خپل کيرير تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول او حېدراباد ته يې په اى پي ايل کې لومړۍ بريا هم ور په برخه کړه.

که وګورو، سږکال په اى پي ايل کې د چيناى دوه مهم لوبغاړي سرېش راينا او هربجن سينګ هم نشته، چې له دې امله هم ښه نه ده روانه، نو که حېدراباد د تېر په څېر لوبه نندارې ته وړاندې کړي، ښايي له چيناى څخه په لوبه کې بريا خپله کړي.

خو د چيناى لپاره ښه خبر دا دى چې امباتي رايډيو او ډواين براوو چې د ټپونو له امله له لوبو څخه بهر و، د حېدراباد پر وړاندې به د لوبو لپاره چمتو وي.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړ:

چيناى سوپر کنګز: شين واټسن، روتوراج ګايکواړ، فاف ډوپليسي، امباتي رايډو، سام کران، کيدار جادو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، رويندرا جډيجا، ديپک چاهار، پيوش چاوله او عمران طاهر\جوش هازلووډ.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، کين ويليمسن، عبدالصمد، ابيشيک شرما، پريام ګرګ، راشد خان، بوينيشور کمار، ټي ناټاراجن او خليل احمد.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

راجستان رايلز او چيناى سوپر کنګز

اى پي ايل ٣٧مه لوبه: نن به چيناى او راجستان خپل بخت وازمايي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٧مه لوبه نن د چيناى سوپر کنګز …