کورپاڼه / تجارتي ليګونه / تر يوې زبردستې لوبې وروسته حېدراباد د ٧ منډو په توپير چيناى ته ماتې ورکړه
سنرايزرز حېدراباد

تر يوې زبردستې لوبې وروسته حېدراباد د ٧ منډو په توپير چيناى ته ماتې ورکړه

د سنرايزرز حېدراباد او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ يوه زبردسته لوبه ترسره شوه، چې په پاى کې يې حېدراباد د ٧ منډو په توپير د چيناى لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډيويډ وارنر پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د توپوهنې لپاره ډيويډ وارنر او جوني بيريسټو مېدان ته راکوز شول، خو بيريسټو په صفر باندې د چاهار له لوري وسوځېده، همدا راز منيش پانډى د وارنر سره يو څه ملګرتيا ترسره کړه او د ٢٩ منډو ترلاسه کولو وروسته د ټاکر په توپ کران کېچ او له مېدانه بهر کړ.

ډيويډ وارنر هم د ٢٨ منډو ترلاسه کولو وروسته د چاوله په توپ ډوپليسي کېچ کړ او کين ويليمسن هم په لوبه کې ونه ځلېده چې يوازې ٩ منډې يې کړې وې او د منډې پر مهال وسوځېده.

حېدراباد د ٦٩ منډو پر مهال ٤ لوبغاړي له لاسه ورکړي و، خو له هغه وروسته پريام ګرګ او ابيشيک شرما د حېدراباد منډې ١٤٦ ته ورسولې او د ٣١ منډو تر جوړولو وروسته ابيشيک شرما هم د چاهار په توپ د دهوني له لوري کېچ شو. پريام ګرګ بيا تر ټولو زياتې منډې وکړې، هغه په ٢٦ توپونو باندې ٥١ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

سنرايزرز حېدراباد

سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې او د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته يې د ١٦٥ منډو هدف وټاکه.

چيناى سوپر کنګز له لوري ديپک چاهار ٢، شردل ټاکر او پيوش چاوله ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٦٥ منډو هدف په تعقيب د چيناى سوپر کنګز لوبډلې له لوري فاف ډوپليسي او شين واټسن توپوهنې ته راووتل، خو واټسن ١ منډه کړې وه چې د کمار د توپ ښکار او له مېدانه بهر شو.

امباتي رايډيو هم د ٨ منډو ترلاسه کولو وروسته ناټاراجن وسوځاوه او ورپسې فاف ډوپليسي هم د ٢٢ منډو ترلاسه کولو وروسته د منډې پر مهال وسوځېده. ورپسې کيدار جادو هم يوازې ٣ منډې وکړې او د عبدالصمد په توپ وارنر کېچ کړ.

چيناى په ٤٢ منډو خپل ٤ مهم توپوهونکي له لاسه ورکړل.

له هغه وروسته مهيندرا سينګ دهوني او رويندرا جډيجا توپوهنې ته ودرېدل او دواړو يو څه ښه ملګرتيا وکړه چې د چيناى منډې يې ١١٤ ته ورسولې، رويندرا جډيجا په ٣٥ توپونو د ٥٠ منډو ترلاسه کولو وروسته د ناټاراجن په توپ عبدالصمد کېچ کړ.

مهيندرا سينګ دهوني هم په زړه پورې توپوهنه وکړه، چې سام کران ورسره ملګرتيا وکړه، خو که څه هم په وروستي اور کې يې ٢٠ منډې ترلاسه کړې، خو هدف يې پوره نه کړاى شو.

مهيندرا سينګ دهوني او رويندرا جډيجا

دهوني ٤٧ ناسوځېدلې او سام کران ١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې. په وروستيو اورونو کې چيناى چټکه توپوهنه ترسره کړه، خو بريالي نه شو.

چيناى سوپر کنګز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې وکړې او د ٧ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري ټي ناټاراجن ٢، بوينشور کمار او عبدالصمد ١-١ ويکټ واخيستې. راشد خان هم په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې يوازې ١٢ منډې ورکړې.

نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو څلورمه لوبه وه، چې سنرايزرز حېدراباد دويمه بريا خپله کړه او په جدول کې څلورم مقام ته لاړه، همدا راز چيناى سوپر کنګز بيا دريمه ماتې وخوړه او د جدول وروستۍ لوبډله ده.

سبا د اکتوبر په ٣مه نېټه به د اى پي ايل په ١٥مه لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور او راجستان رايلز لوبډلې مېدان ته کوزې شي. دا لوبه چې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …