کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د دهوني ريکارډ، د راشد غوره توپ اچونه او د چيناى پرلپسې ماتې
مهيندرا سينګ دهوني او راشد خان

د دهوني ريکارډ، د راشد غوره توپ اچونه او د چيناى پرلپسې ماتې

تېره ورځ په اى پي ايل کې سنرايزرز حېدراباد او چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبه ترسره کړه، چې تر يوې زبردستې لوبې وروسته حېدراباد د ٧ منډو په توپير بريا خپله کړه.

د پرونۍ لوبې سره مهيندرا سينګ دهوني د اى پي ايل په تاريخ کې هغه لوبغاړى شو، چې تر ټولو زياتو لوبو کې يې ګډون کړى دى، نوموړي په اى پي ايل کې په ١٩٤ لوبو کې ګډون وکړ، چې د سرېش راينا د ١٩٣ د لوبو ريکارډ يې مات کړ.

سرېش راينا چې په سږکال اى پي ايل سياليو کې نشته، په دې اړه يو ټويټ هم وکړ او مهيندرا سينګ دهوني ته يې مبارکي ورکړه، چې د هغه ريکارډ يې مات او د اى پي ايل تر ټولو زياتې لوبې ترسره کوونکى لوبغاړى شو.

مهيندرا سينګ دهوني په پرونۍ لوبه کې د ١ شپږيزې او ٤ څلوريزو په مټ په ٣٦ توپونو ٤٧ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو د لوبډلې په بريالي کولو کې ناکامه شو.

په دې لوبه کې بيا راشد خان تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه. راشد خان ٤ اورونه ولوبول، که څه هم هغه کومه ويکټ ترلاسه نه کړه، خو ١٢ منډې يې ورکړې او اکانومي يې ٣.٠٠ وه، چې په زړه پورې توپ اچونه وه.

راشد خان د اى پي ايل د پيل پر مهال په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې هغه په دې خواري کړې ده، چې که ويکټې ترلاسه نه کړي، خو چې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړي او نوموړي دا په پرونۍ او له هغې مخکنۍ لوبه کې ثابته کړه. تر دې مخکې لوبه کې بيا راشد خان ٣ لوبغاړي هم سوځولي و، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم اخيستې وه.

بل لوري ته چيناى سوپر کنګز پرون خپله څلورمه لوبه ترسره کړه، چيناى په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړې وه او له هغه وروسته په پرلپسې درې لوبو کې له ماتې سره مخ شوه.

دا له ٢٠١٤ کال وروسته لومړى ځل دى چې چيناى سوپر کنګز لوبډله په اى پي ايل کې په پرلپسې ډول ٣ ځلې ماتې خوري، تر دې مخکې دې لوبډلې پرلپسې درې ځلې ماتې نه وې خوړلې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ای پي ایل سیالیو په ۱۳ کلن تاریخ کې دویم چټک توپ انریچ ترسره کړ

د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په لړ کې د تېرې چهار شنبې په …