کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل کې نن دوه لوبې ترسره کېږي
ويراټ کوهلي

اى پي ايل کې نن دوه لوبې ترسره کېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به د رايل چېلنجرز بېنګلور او راجستان رايلز او په دويمه لوبه کې به د ډيلي کاپيټلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې سره مخامخ شي.

د اى پي ايل ١٥مه لوبه د ابوظهبي په شېخ زيد لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې د رايل چېلنجرز بېنګلور او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ پيلېږي.

راجستان رايلز تراوسه پورې ٣ لوبې ترسره کړې دي، چې په ٢ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او د ٤ نومرو سره د جدول په پنځم مقام کې قرار لري، همدا راز رايل چېلنجرز بېنګلور هم بيا ٣ لوبې ترسره کړې دي او ٢ برياوې يې خپلې کړې دي، چې تر راجستان وروسته ده.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړ:

رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، ارون فنچ، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز، ګورکيرت سينګ\پارتيو پټيل، شيوام ډوبى، کرس موريس\ايسورو ادانا، واشنګټن سندر، نوديپ سېني، يوژيندرا چاهل او اډم زمپا.

راجستان رايلز: جاس بټلر (ويکټ ساتونکى)، سټيو سميت (لوبډلمشر)، سنجو سمسون، روبين اتاپا، مېنن ووهرا\ريان پرګ، راهول ټيواټيا، شرياس ګوپال، ټام کران، جوفرا ارچر، جېديو انداکت او انکيت راجپوت.

راجستان رايلز او رايل چېلنجرز بېنګلور

د اى پي ايل ١٦مه لوبه بيا د شارجې کرکټ لوبغالي کې د ډيلي کاپيټلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

ډيلي کاپيټلز لوبډله ډېره ښه روانه ده، خو په وروستۍ لوبه کې له ماتې سره مخ شوه، ډيلي تراوسه پورې ٣ لوبې ترسره کړې دي او ٢ برياوې يې خپلې کړې دي، چې د جدول په دويم مقام کې قرار لري، همدا راز کلکته نايټ رايډرز هم په تېره لوبه کې ډېره په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په خپله دريمه لوبه کې يې دويمه بريا خپله کړه او په جدول کې دريم مقام لري.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ډيلي کاپيټلز: پريتوي شاو، شيکر دهون، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، شيمرون هيټماير، مارکوس سټوينيس، اکشر پټيل، کاګيسو رباډا، انريچ نورجه، ايشانت شرما او اميت مشرا.

کلکته نايټ رايډرز: شوبمن ګيل، سنيل ناراين، نيتيش رانا، دنيش کارتيک (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ايون مورګن، انډري رسل، پاټ کومنز، کمليش ناګارکوټي، کلديپ يادو، شيوام ماوي او ورون چکرورتي.

کلکته نايټ رايډرز او ډيلي کاپيټلز

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ وارنر او کيرون پولارډ

اى پي ايل ٥٦مه لوبه: حېدراباد د ممبۍ پر وړاندې، نن به د حېدراباد او کلکتې د قسمت پرېکړه وشي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ …