کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ويراټ کوهلي او پاډيکال خوندوره توپوهنه، بېنګلور د جدول لومړي مقام ته لاړه
رايل چېلنجرز بېنګلور

د ويراټ کوهلي او پاډيکال خوندوره توپوهنه، بېنګلور د جدول لومړي مقام ته لاړه

د اى پي ايل په ١٥مه لوبه کې د ويراټ کوهلي او پاډيکال په زبردسته توپوهنه رايل چېلنجرز بېنګلور د ٨ ويکټو په ستر توپير د راجستان رايلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٥مه لوبه چې د ابوظهبي په شېخ زيد لوبغالي کې د راجستان رايلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه راجستان رايلز وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ويراټ کوهلي او سټيو سميت

د راجستان رايلز له لوري جاس بټلر او سټيو سميت توپوهنې ته راووتل، خو سټيو سميت يوازې ٥ منډې کړې وې، چې د ادانا په توپ وسوځېده، همدا راز جاس بټلر ٢٢ منډې وکړې او د سېني په توپ پاډيکال کېچ کړ او له مېدانه بهر شو.

سنجو سمسون هم ونه توانېده او ٤ منډې يې کړې وې چې د چاهل په توپ وسوځېده، روبين اتاپا هم د ١٧ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر شو.

راجستان رايلز د ٧٠ منډو په جوړولو ٤ توپوهونکي له لاسه ورکړل. له هغه وروسته ماهيل لومرول يو څه ښه توپوهنه ترسره کړه، چې ٤٧ منډې يې وکړې، ريان پرګ بيا ١٦ منډې وکړې. همدا راز راهول ټيواټيا ٢٤ ناسوځېدلې او جوفرا ارچر ١٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

راجستان رايلز

راجستان رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٤ منډې وکړې او د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته يې د ١٥٥ منډو هدف وټاکه.

د ١٥٥ منډو د هدف په تعقيب د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري ديودت پاډيکال او ارون فنچ توپوهنې ته راووتل، خو ارون فنچ ژر خپله ويکټ له لاسه ورکړه، هغه ٨ منډې ړې وې چې د ګوپال په توپ وسوځېده.

له نوموړي وروسته ويراټ کوهلي د پاډيکال ملګرتيا ته راغى او دواړو د بېنګلور منډې ١٢٤ ته ورسولې، پاډيکال په ٤٥ توپونو د ٦٣ منډو جوړولو وروسته د جوفرا ارچر په توپ وسوځېده.

اې بي ډيويليرز د ويراټ کوهلي ملګرتيا ته راغى او دواړو په شلم اور کې ياد هدف پوره کړ. ويراټ کوهلي ٧٢ ناسوځېدلې او اې بي ډيويليرز ١٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ويراټ کوهلي او پاډيکال

رايل چېلنجرز بېنګلور د ٢ لوبغاړو په سوځېدو په ١٩.١ اورونو کې ياد هدف پوره او د ٨ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

د راجستان رايلز له لوري جوفرا ارچر او شرياس ګوپال ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يوژيندرا چاهل ترلاسه کړه. نوموړي په ٤ اورونو کې د ٢٤ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړي سوځولي و.

دا د رايل چېنلجرز بېنګلور ٤مه لوبه وه چې دريمه بريا يې خپله کړه او د ٦ نومرو سره د جدول لومړي مقام ته لاړ، همدا راز راجستان رايلز بيا په ٤ لوبو کې دويمه ماتې هم وخوړه او په جدول کې ٦م مقام ته لاړ.

نن د اى پي ايل ١٦مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې پچه کلکته نايټ رايډرز ګټلې ده او ډيلي کاپيټلز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې محمد نبي د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې …