کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکته د ډيلي د ستر هدف په پوره کولو کې پاتې شوه او ډيلي دريمه بريا خپله کړه
کلکته نايټ رايډرز

کلکته د ډيلي د ستر هدف په پوره کولو کې پاتې شوه او ډيلي دريمه بريا خپله کړه

د ډيلي کاپيټلز له لوري کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته ستر هدف ورکړل شو، که څه هم د کلکتې توپوهونکو تر وروستيو پورې هڅه وکړه، خو بريالي نه شول او د ١٨ منډو په توپير ډيلي بريا خپله او د جدول لومړي مقام ته ځان ورساوه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٦مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې په پيل کې کلکته نايټ رايډرز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ډيلي کاپيټلز له لوري پريتوي شاو او شيکر دهون توپوهنې ته راووتل، چې ښه توپوهنه يې پيل او ٥٦ منډې ملګرتيا يې وکړه، خو دغه مهال شيکر دهون د ورون په توپ مورګن کېچ کړ او ٢٦ منډې يې کړې وې، چې له مېدانه بهر شو.

د شاو ملګرتيا ته لوبډلمشر شرياس اير راغى او دواړو په ګډه د ډيلي منډې ١٢٩ ته ورسولې، پريتوي شاو د ٤ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٤١ توپونو ٦٦ منډې وکړې او د ناګارکوټي په توپ شوبمن ګيل کېچ کړ.

له شرياس اير سره ريشب پانټ هم په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ١٧ توپونو يې چټکې ٣٨ منډې ترلاسه کړې، چې د رسل په توپ شيوام ماوي کېچ کړ.

مارکوس سټوينيس بيا ژر وسوځېده او يوازې ١ منډه يې ترلاسه کړه، خو د ډيلي کاپيټلز لپاره تر ټولو زياتې منډې بيا لوبډلمشر شرياس اير وکړې، هغه د ٦ شپږيزو او ٧ څلوريزو په مټ په ٣٨ توپونو ٨٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

شرياس اير

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٨ منډې وکړې، چې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته يې د ٢٢٩ منډو ستر هدف وټاکه.

په وروستيو ٥ اورونو کې ډيلي ٧٧ منډې وکړې او ٢ ويکټې يې له لاسه ورکړې، يعنې په هر اور کې يې ١٥.٤٠ منډې ترلاسه کړې، همدا راز په ٢٠ اورونو کې بيا د ډيلي رن رېټ ١١.٤ و.

د کلکته نايټ رايډرز له لوري انډري رسل ٢، ورون چکرورتي او کمليش ناګارکوټي ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٢٩ منډو هدف په تعقيب د کلکته نايټ رايډرز له لوري شوبمن ګيل او سنيل ناراين توپوهنې ته راکوز شول، خو سنيل ناراين ٣ منډې کړې وې چې د نورجه د توپ ښکار شو.

له هغه وروسته شوبمن ګيل سره نيتيش رانا ښه ملګرتيا وکړه او منډې يې ٧٢ ته ورسولې، چې شوبمن ګيل د ٢٨ منډو ترلاسه کولو وروسته د مشرا په توپ پانټ کېچ کړ او له مېدانه يې بهر کړ.

انډري رسل او دينيش کارتيک ونه ځلېدل او د ١٣ او ٦ منډو جوړولو وروسته د رباډا او پټيل په توپونو بېرته پويلين ته ستانه شو، همدا راز نيتيش رانا بيا ښه توپوهنه ترسره کړه چې د ٤ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ يې په ٣٥ توپونو ٥٨ منډې ترلاسه کړې.

ايون مورګن او راهول ټريپاټي بيا توپاني توپوهنه ترسره کړه او د چټک هدف پر لوري يې ځان ورچټک کړ، مورګن ٥ شپږيزې او ١ څلوريزه ووهله او په ١٨ توپونو يې ٤٤ منډې ترلاسه کړې، چې هدف ته رسولو کې يې ستره ونډه واخيسته. همدا راز راهول ټريپاټي بيا ٣ شپږيزې او ٣ څلوريزې ووهلې او په ١٦ توپونو يې ٣٦ منډې ترلاسه کړې.

که څه هم ياد هدف ته کلکته ډېره نږدې شوه، خو د مورګن او ټريپاټي له سوځېدو وروسته يې د لوبې د بريا هيلې مړاوې شوې.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٠ منډې وکړې او د ١٨ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د ډيلي کاپيټلز له لوري انريچ نورجه په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز هرشل پټيل ٢، کاګيسو رباډا، اميت مشرا او مارکوس سټوينيس ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شرياس اير ترلاسه کړه.

دا د ډيلي کاپيټلز ٤مه لوبه وه چې دريمه بريا يې خپله کړه او د ٦ نومرو سره يې د جدول لومړي مقام ته ځان ورساوه، همدا راز د کلکته نايټ رايډرز هم دا څلورمه لوبه وه، چې له دويمې ماتې سره مخ شوه او پنځم مقام کې قرار لري.

سبا د اکتوبر په ٤مه نېټه به د اى پي ايل ١٧مه لوبه کې د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په شارجه کې مخ شي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيل شي، همدا راز ورپسې به په ١٨مه لوبه کې د کنګز اليون پنجاب او چيناى سوپر کنګز لوبډلې په دوبۍ کې مخ شي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان په روان اى پي ايل ليګ کې خپله غوره توپ اچونه ترسره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان يو ځل بيا په اى …