کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل: نن حېدراباد له ممبۍ او پنجاب له چيناى سره مخ کېږي
مهيندرا سينګ دهوني، محمد شامي، هارديک پانډيا او راشد خان

اى پي ايل: نن حېدراباد له ممبۍ او پنجاب له چيناى سره مخ کېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٧مه او ١٨مه لوبه هم نن ترسره کېږي. نن به په لومړۍ لوبه کې ممبۍ انډينز د سنرايزرز حېدراباد او په دويمه لوبه کې د کنګز اليون پنجاب لوبډله د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره مخامخ شي.

ممبۍ انډينز د سنرايزرز حېدراباد په وړاندې

د اى پي ايل ١٧مه لوبه نن د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

ممبۍ انډينز تر دې مهاله پورې ٤ لوبې ترسره کړې دي، چې په دوه لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او دوه لوبو کې له ماتې سره مخ شوې ده. په خپله وروستۍ لوبه کې يې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته د ٤٨ منډو په ستر توپير ماتې ورکړې وه.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډله چې په خپلو دوه لومړيو لوبو کې يې ماتې وخوړې، په دريمه او څلورمه لوبه کې يې ښه کم بېک وکړ، چې په دريمه لوبه کې يې ډيلي کاپيټلز ته په ١٥ منډو او په څلورمه لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته د ٧ منډو په توپير ماتې ورکړې.

راشد خان په دواړو لوبو کې غوره توپ اچونه وکړه، د ډيلي پر وړاندې يې په ٤ اورونو کې د ١٤ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز د چيناى پر وړاندې يې بيا په ٤ اورونو کې ١٢ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د حېدراباد لپاره پلس پواينټ دا دى، چې په خپلو تېرو دوه لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او لوبډله يې بېرته فارم ته راغلې ده، همدا راز ممبۍ انډينز هم په هر حالت کې د ښې لوبې وړتيا لري او کولاى شي چې حېدراباد په اسانۍ سره رالاندې کړي.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ممبۍ انډينز: کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، روهيت شرما (لوبډلمشر)، سوريا کمار يادو، ايشان کشن، کيرون پولارډ، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، جېمز پټينسن، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، کين ويليمسن، پريام ګرګ، ابيشيک شرما، عبدالصمد، راشد خان، بوينيشور کمار\سنديپ شرما، خليل احمد او ټي ناټاراجن.

کنګز اليون پنجاب د چيناى سوپر کنګز پر وړاندې

د اى پي ايل ١٨مه لوبه به د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې د کنګز اليون پنجاب او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ پيل شي.

پنجاب چې په لومړۍ لوبه کې يې ښه لوبه وکړه خو په سوپر اور کې يې له ډيلي ماتې وخوړه، په دويمه لوبه کې يې د رايل چېلنجرز بېنګلور پر وړاندې زبردسته لوبه وکړه او د ٩٧ منډو په ستر توپير يې ماتې ورکړه، خو په دريمه لوبه کې يې له راجستان رايلز څخه د ٤ ويکټو په توپير او په څلورمه لوبه کې يې د ممبۍ انډينز څخه د ٤٨ منډو په ستر توپير ماتې وخوړه.

ورته حالت د چيناى سوپر کنګز لوبډلې هم دى، په لومړۍ لوبه کې يې ممبۍ انډينز ته د ٥ ويکټو په توپير ماتې ورکړه، خو له هغه وروسته يې له راجستان رايلز، ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو څخه پرلپسې ماتې وخوړې.

دواړه لوبډلې د جدول په اخره کې قرار لري.

چيناى عمران طاهر نه لري، چې يو ښه توپ اچونکى و او تر ډېره پورې يې مخالفه لوبډله ډېرو منډو ته نه پرېښودله، خو پنجاب بيا تراوسه پورې مجيب الرحمان په کومه لوبه کې نه دى اخيستى، چې ښايي د پرلپسې ماتو وروسته يې په نننۍ لوبه کې واخلي.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

چيناى سوپر کنګز: فاف ډوپليسي، شين واټسن، امباتي رايډو، کيدار جادو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، رويندرا جډيجا، سام کران، ډواين براو، ديپک چاهار، شردل ټاکر او پيوش چاوله.

کنګز اليون پنجاب: کى ايل راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ماينک اګروال، نيکولاس پوران، ګلين ميکسويل، منديپ سينګ، سرفراز خان\کى ګوتم، کرس جورډن\مجيب الرحمان، ام اشوين\ايشان پوريل، روي بشنويي، شيلډون کوټريل او محمد شامي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ای پي ایل: بنګلور پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په دوام په ۲۸مه لوبه کې همدا …