کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډينز د ٣٤ منډو په توپير حېدراباد ته ماتې ورکړه
ممبۍ انډينز

ممبۍ انډينز د ٣٤ منډو په توپير حېدراباد ته ماتې ورکړه

د ممبۍ انډينز له لوري په لوبه کې زبردسته توپوهنه او توپ اچونه نندارې ته وړاندې شوه، چې د حېدراباد لوبډلې ته يې د ٣٤ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٧مه لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د دې لوبې په پيل کې پچه ممبۍ انډينز وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د ممبۍ انډينز له لوري روهيت شرما او کوانټين ډي کوک توپوهنې ته راکوز شول، خو روهيت شرما يوه شپږيزه وهلې وه چې د سنديپ شرما په توپ بريسټو کېچ او له مېدانه بهر کړ.

له هغه وروسته ډي کوک او سوريا کمار يادو منډې ٤٨ ته ورسولې، چې کمار هم د ٢٧ منډو جوړولو وروسته د کول په توپ باندې ناټاراجن کېچ کړ.

ايشان کشن هم له ډي کوک سره ملګرتيا وکړه او د ممبۍ ١٢٦ منډو باندې دريم لوبغاړى هم وسوځېده، ډي کوک تر ټولو زياتې ٦٧ منډې وکړې چې راشد خان دا مهمه ويکټ ترلاسه کړه.

کوانټين ډي کوک

ورپسې ايشان کشن هم د ٣١ منډو جوړولو وروسته وسوځېده، په وروستيو کې کيرون پولارډ او هارديک پانډيا چټکه توپوهنه ترسره کړه چې کيرون پولارډ په ١٣ توپونو ٢٥ ناسوځېدلې او هارديک پانډيا په ٤ توپونو ٢٠ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٨ منډې وکړې او د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته يې د ٢٠٩ منډو هدف وټاکه.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري سنديپ شرما او سدارت کول ٢-٢، همدا راز راشد خان ١ ويکټ واخيسته، راشد خان بيا په ٤ اورونو کې ٢٢ منډې ورکړې.

راشد خان

د ٢٠٩ منډو د هدف په تعقيب د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې له لوري ډيويډ وارنر او جوني بيريسټو توپوهنه پيل کړه، خو لومړۍ ويکټ يې په ٣٤ منډو له لاسه ورکړه، بيريسټو د ٢٥ منډو جوړولو وروسته د بولټ په توپ پانډيا کېچ او له مېدانه بهر کړ، له وارنر سره منيش پانډى هم د ٣٠ منډو ملګرتيا ترسره کړه او د پټينسن په توپ پولارډ کېچ پويلين ته ولېږه.

کين ويليمسن دا ځل هم په توپوهنه کې ونه ځلېده او يوازې ٣ منډې يې وکړې، پريان ګرګ ٨ او ابيشيک شرما ١٠ منډې وکړې، چې عبدالصمد په وروستيو کې يوازينى توپوهونکى و چې ٢٠ منډې يې ترلاسه کړې او بل څوک ونه توانېدل چې ښې منډې ترلاسه کړي.

حېدراباد په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې وکړې او د ٣٤ منډو په توپير يې يوه بله ماتې هم وخوړه.

ممبۍ انډينز ١

د ممبۍ انډينز له لوري ټرينټ بولټ، جېمز پيټنسن او جسپريت بومرا ٢-٢ او کرونال پانډيا ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټرينټ بولټ ته ورکړل شوه.

دا د ممبۍ انډينز ٥مه لوبه وه چې ٣مه بريا يې خپله کړه او د ٦ نومرو سره د جدول سر ته لاړه، همدا راز سنرايزرز حېدراباد بيا په خپله پنځمه لوبه کې ٣مه ماتې وخوړه او شپږم مقام ته لاړه.

نن بله لوبه ده کنګز اليون پنجاب او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. په دې لوبه کې کنګز اليون پنجاب پچه ګټلې ده او لومړى توپوهنه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

شاهد اپريدي د ٣ پرلپسې ماتو وروسته لنکا پريمئير ليګ پرېښود

په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټر لوبډلې لوبډلمشر شاهد اپريدي د خپلې لوبډلې …