د چيناى سوپر کنګز له لوري فاف ډوپليسي او شين واټسن په زړه پورې او خوندوره توپ اچونه ترسره کړه، چې چيناى ته يې د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا ورپه برخه کړه او پنجاب يې له سترې ماتې سره مخ کړ.
د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٨مه لوبه د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د کنګز اليون پنجاب او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې کنګز اليون پنجاب لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
د کنګز اليون پنجاب لوبډلې له لوري کى ايل راهول او ماينک اګروال توپوهنې ته راووتل، چې د ٦١ منډو ملګرتيا يې وکړه، ماينک اګروال د ٢٦ منډو جوړولو وروسته د چاوله په توپ کران کېچ کړ.
د راهول سره منديپ سينګ هم د ٢٧ منډو ملګرتيا وکړه او د جډيجا په توپ د رياډو له لوري کېچ او له مېدانه بهر شو. ورپسې نيکولاس پوران توپوهنې ته راغى چې د ٣٣ منډو ملګرتيا يې ترسره کړه، هغه ٣ شپږيزې هم ووهلې او په ١٧ توپونو يې دا منډې ترلاسه کړې، چې د ټاکر په توپ جډيجا کېچ او پويلين ته ولېږه.
وروستى توپوهونکى کى ايل راهول و چې تر ټولو زياتې منډې يې وکړې او وسوځېده، هغه ٦٣ منډې کړې وې چې د ټاکر په توپ دهوني کېچ کړ.
همدا راز ګلين ميکسويل ١١ ناسوحېدلې او سرفراز خان ١٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
کنګز اليون پنجاب لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٨ منډې وکړې، چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته يې د ١٧٩ منډو هدف وټاکه.
د چيناى سوپر کنګز لوبډلې له لوري شردل ټاکر ٢، رويندرا جډيجا او پيوش چاوله ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٧٩ منډو هدف په تعقيب د چيناى سوپر کنګز لوبډلې له لوري فاف ډوپليسي او شين واټسن توپوهنې ته راووتل او نن يې د چيناى لپاره د خپلې توپوهنې کمال ښکاره کړه.
دواړه د پنجاب په توپ اچونکو سرونه وګرځول او تر پاى پورې د پنجاب توپ اچونکي ونه توانېدل چې کومه ويکټ ترلاسه کړي، دواړو د ١٨١ منډو ملګرتيا وکړه او چيناى ته يې ستره بريا ور په برخه کړه.
فاف ډوپليسي د ١ شپږيزې او ١١ څلوريزو په مټ په ٥٣ توپونو ٨٧ او شين واټسن د ٣ شپږيزو او ١١ څلوريزو په مټ په ٥٣ توپونو ٨٣ منډې ترلاسه کړې، چيناى د ١٠ ويکټو په ستر توپير پنجاب ته ماتې ورکړه.
دا د اى پي ايل په تاريخ کې دويم ستر هدف و، چې د کوم لوبغاړي سوځېدو پرته د چيناى لوبډلې پوره کړ.
د کنګز اليون پنجاب له لوري نن شيلډون کوټريل، محمد شامي، کرس جورډن او روي بشنويي ټول د کومې ويکټې په ترلاسه کولو کې ناکامه شو، تر ټولو زياتې منډې بيا کرس جورډن ورکړې، چې په ٣ اوروو کې يې ٤٢ منډې ورکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شين واټسن ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې د کنګز اليون پنجاب پنځمه لوبه ده، خو تراوسه پورې مجيب الرحمان ته په کومه لوبه کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.
دا د چيناى سوپر کنګز لوبډلې پنځمه لوبه وه، چې دويمه بريا يې خپله کړه او د ٤ نومرو سره ٦م مقام ته لاړه، همدا راز کنګز اليون پنجاب لوبډلې بيا په خپله پنځمه لوبه کې څلورمه ماتې وخوړه او د جدول وروستۍ لوبډله ده، پنجاب تر ټولو زياتې ماتې خوړلې دي.
سبا د اکتوبر په ٥مه نېټه يوه لوبه ترسره کېږي، د اى پي ايل ١٩مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.