کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ١٩مه لوبه: بېنګلور به نن د ډيلي سره خپل زور وازمايي
بېنګلور او ډيلي

اى پي ايل ١٩مه لوبه: بېنګلور به نن د ډيلي سره خپل زور وازمايي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٩مه لوبه نن د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د رايل چېلنجرز بېنګلور او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

رايل چېلنجرز بېنګلور تر دې مخکې په لومړۍ لوبه کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته د ١٠ منډو په توپير ماتې ورکړه او له هغه وروسته يې له کنګز اليون پنجاب لوبډلې څخه د ٩٧ منډو په ستر توپير ماتې وخوړه.

دريمه لوبه کې يې ممبۍ انډينز ته په سوپر اور کې ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې يې بيا د راجستان رايلز لوبډلې ته د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

بېنګلور په ٤ لوبو کې ٣ برياوې خپلې کړې دي او د ٦ نومرو سره په جدول کې په دريم مقام کې قرار لري.

ډيلي کاپيټلز بيا لومړى د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته په سوپر اور کې ماتې ورکړه، ورپسې يې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته د ٤٤ منډو په توپير ماتې ورکړه او له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې څخه يې بيا د ١٥ منډو په توپير ماتې وخوړه، همدا راز په څلورمه لوبه کې يې بيا د ١٨ منډو په توپير کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ډيلي کاپيټلز په ٤ لوبو کې ٣ برياوې خپلې کړې دي او د ٦ نومرو سره د جدول په دويم مقام کې ده.

ويراټ کوهلي په تېره لوبه کې پنځوسيزه وهلې وه او په فام کې دى، همدا راز ديودت پاډيکال هم بيا د دوى ښه توپوهونکى دى، چې لوبډله بريا ته رسولى شي.

بل لوري ته د ډيلي کاپيټلز لوبډله هم ډېره ښه جوړه ده او تراوسه پورې په اى پي ايل کې ډېره ښه روانه ده، پريتوي شاو، شرياس اير، شيکر دهون او نور ښه توپوهونکي لري.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، ارون فنچ، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، ګورکيرت سينګ، شيوام ډوبى، ايسورو ادانا، واشنګټن سندر، کريس موريس، نوديپ سېني او يوژيندرا چاهل.

ډيلي کاپيټلز: پريتوي شاو، شيکر دهون، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ، شيمرون هيټماير، مارکوس سټوينيس، هرشل پټيل، ار اشوين، کاګيسو رباډا، اميشت مشرا او انريچ نورجه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

نن ماښام د ای پي ایل ۳۰ مه لوبه د ډهلي او راجستان ترمنځ ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۰مه لوبه کې نن …