کورپاڼه / هنر او کلتور / د (باهو بلي) فلم ممثله تمنا بهاټيه هم په کورونا اخته شوې
تمنا بهاټيه

د (باهو بلي) فلم ممثله تمنا بهاټيه هم په کورونا اخته شوې

د هندي فلمونو مشهوره اداکاره او د مشهور فلم (باهو بلي) ممثله تمنا بهاټيه هم د کورونا ويروس ښکار شوې ده او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، په هند کې د کورونا ويروس لا هم په چټکۍ خپرېږي، چې د نورو خلکو تر څنګ يې د فلمونو هنرمندان هم نيولي دي.

تمنا بهاټيه چې په (باهو بلي ٢) فلم کې يې د اونتيکا کردار ادا کړى و، تازه په کورونا ويروس اخته شوې ده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې تمنا بهاټيه اوس مهال د هند په حېدراباد کې ده، چېرته چې يې د خپل راتلونکي وېب سريال لپاره ثبت کاوه.

د ثبت پر مهال په تمنا بهاټيه کې د کورونا ځينې نښې راښکاره شوې، چې هغې د نښو راښکاره کېدو وروسته خپل ټېسټ وکړ او د کورونا ټېسټ يې مثبت راغى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د تمنا بهاټيه د کورونا ټېسټ مثبت راتلو وروسته هغه د حېدراباد په يو شخصي روغتون کې بستر شوې ده او اوس تر درملنې لاندې ده.

د يادولو وړ ده چې يوه مياشت مخکې د تمنا بهاټيه د مور و پلار د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلي و، هغې هغه مهال هم خپل ټېسټ کړى و، خو د هغې د کورونا ټېسټ هغه مهال منفي راغلى و.

هغه مهال نوموړې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د کورنۍ نورو ټولو غړو يې هم د کورونا ټېسټونه کړي دي، خو د ټولو ټېسټونه منفي راغلي دي.

د يادولو وړ ده چې ٣٠ کلنه تمنا بهاټيه نه يوازې د هندي فلمونو، بلکې د تامل او تيلګو فلمونو هم مشهوره ممثله ده، چې په ډېرو فلمونو کې يې کار کړى دى. د هغې فلم (باهو بلي) بيا د هند يو له هغه فلمونو څخه دى چې ډېرې پېسې يې ګټلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …