کورپاڼه / خبرونه / له کرکټ بورډ څخه نور لسګونه کارمندان ويستل کېږي؟
فرهان يوسفزی

له کرکټ بورډ څخه نور لسګونه کارمندان ويستل کېږي؟

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي پرېکړه کړې ده، چې له کرکټ بورډ څخه لسګونه کارمندان له دندو ليرې کړي.

فرهان يوسفزى چې شاوخوا يو کال مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس مقرر شوى، په لومړي سر کې يې ٤٣ او ورپسې يې ځينې نور کارمندان هم له دندو ليرې کړل.

خو په شاوخوا يو کال کې نوموړي بيا له ٧٠ څخه زيات کارمندان پرته له کوم امتحانه مقرر کړل او لوړ لوړ معاشونه اخلي، ډېرى يې بيا غېر مسلکي کسان په کرکټ بورډ کې مقرر کړي دي، چې يوازې خپل معاش ته شپې اړوي.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې عمومي رييس لسګونه هغه کارمندان، چې له هغه مخکې په کرکټ بورډ کې په دندو ګمارل شوي دي، له دندو څخه ليرې کوي.

دغه سرچينې همدا راز زياته کړه، چې فرهان يوسفزي هغه مديران، چې نوموړي په خپله مقرر کړي دي، ورته يې لارښوونه کړې ده، چې په ټولو څانګو کې دې ورته هغه کسان په ګوته کړي، چې د هغه له ورتګ مخکې په کرکټ بورډ کې مقرر شوي دي.

په کرکټ بورډ کې ځينې هغه کسان چې له کلونو راهيسې دندې ترسره کوي او مسلکي کسان دي، هم خپلواک وېبپاڼې ته ويلي دي، چې د دوى بستونه يې اعلان ته ورکړي دي او د دوى برخليک نامعلوم دى. دوى وايي، چې په نورو ځايونو کې د دندو په لټه کې دي او نور غواړي چې له کرکټ بورډ څخه لاړ شي.

دا کسان همدا راز وايي، چې په کرکټ بورډ کې د پرمختګ يوازينۍ لاره چاپلوسي او اړيکې دي او هغه کسان چې دلته مسلکي دي، هغوى په بېلا بېلو بهانو دې ته مجبوره کېږي، تر څو له خپلو دندو څخه استعفاوې ورکړي.

د يادولو وړ ده چې د فرهان يوسفزي له راتګ وروسته چې په کرکټ بورډ کې له ٧٠ څخه زيات کسان مقرر شوي دي، دا ټول کسان پرته له دې چې ترې امتحان واخيستل شي او يا يې هم دغه بستونه اعلان ته لاړ شي، مقرر شوي دي، چې لوړ لوړ معاشونه اخلي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …