کورپاڼه / خبرونه / له ښځې څخه د ارايش کولو عکسونه، شاهد اپريدي يې په اړه وضاحت ورکړ
شاهد اپريدى

له ښځې څخه د ارايش کولو عکسونه، شاهد اپريدي يې په اړه وضاحت ورکړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي د هغه عکسونو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړ، چې يوه ښځه د هغه ارايش کوي.

د (اردو نيوز) له وېبپاڼې سره په خبرو کې شاهد اپريدي وويل، چې کومې ښځې سره د هغې عکسونه خپاره شوي دي، هغه يوه ارايشګره ده او د يو اعلان جوړولو پر مهال يې د هغه ارايش وکړ.

شاهد اپريدي وويل، چې د اعلانونو د ثبت پر مهال زياتره د هغه ارايش نارينه هنرمندان کوي، خو هغه ورځ کوم نارينه ارايشګر نه و، نو يادې ښځې يې ارايش وکړ. نوموړي وويل، چې په ټلويزيون يې هېڅ کله هم له ځانه د پرښتې جوړولو هڅه نه ده کړې، د عکس په ليدو چې هر څوک هر څه وايي، حق يې دى.

د ښځو د کرکټ کولو په اړه شاهد اپريدي وويل، چې يو ځل يې په ټوکه کې ويلي و، چې نجونې ډوډۍ ښه پخولى شي، کرکټ نه. هغه وايي، دا د مور و پلار خوښه ده چې لوڼه يې کومې لوبې کوي، زه په دې خبرو پسې نه ګرځم، بس دا غواړم چې د لوڼو پالنه مې ښه وشي.

د يادولو وړ ده چې د شاهد اپريدي دا عکسونه چې يوه ښځه د هغه ارايش کوي، څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي، چې د دې عکسونو له خپرېدو وروسته خلکو په شاهد اپريدي سختې نيوکې کړې دي، ځکه تر دې مخکې د يوې لوبې پر مهال شاهد اپريدي د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه د يوې ښځې له لاس اخيسته، خو په ژوندۍ خپرونه کې يې له هغه ښځې سره په لاس ستړي مه شي ونه کړه.

همدا لامل شو، چې خلکو په شاهد اپريدي نيوکې وکړې، چې د کېمرې مخې ته يو ډول وي او د کېمرې شاته چې هر څه کوي، نو په کيسه کې يې نه دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …