کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بېنګلور يو ځل بيا له سترې ماتې سره مخ شوه، ډيلي تر ټولو زياتې سيالۍ وګټلې

بېنګلور يو ځل بيا له سترې ماتې سره مخ شوه، ډيلي تر ټولو زياتې سيالۍ وګټلې

د ډيلي کاپيټلز له لوري تر ښې توپوهنې وروسته د دوى توپ اچونکو هم په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، په ځانګړې توګه کاګيسو رباډا د بېنګلور ٤ لوبغاړي وسوځول، ډيلي د ٥٩ منډو په ستر توپير د بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٩مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د لوبې په پيل کې رايل چېلنجرز بېنګلور پچه وګټله او لومړى يې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ډيلي کاپيټلز له لوري پريتوي شاو او شيکر دهون توپوهنې ته راووتل، چې د ٦٨ منډو ملګرتيا يې وکړه، پريتوي شاو د ٤٢ منډو تر جوړولو وروسته د محمد سراج په توپ اې بي ډيويليرز کېچ کړ، هغه په ٢٣ توپونو دا منډې کړې وې چې ٢ شپږيزې او ٥ څلوريزې يې هم وهلې وې.

ورپسې شيکر دهون د ٣٢ منډو جوړولو وروسته د ادانا په توپ علي کېچ کړ او پويلين ته يې ولېږه، لوبډلمشر شرياس اير بيا يوازې ١١ منډې وکړې او د علي په توپ پاډيکال کېچ کړ.

ريشب پانټ او مارکوس سټوينيس بيا ښه ملګرتيا وکړه، چې د ډيلي کاپيټلز منډې يې ١٧٩ ته ورسولې، ريشب پانټ د ٢ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٢٥ توپونو ٣٧ منډې وکړې او د محمد سراج په توپ وسوځېده.

مارکوس سټوينيس بيا د لوبې تر وروستيو توپوهنه ترسره کړه او د ٢ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ يې په ٢٦ توپونو ٥٣ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز شيمرون هيټماير هم ١١ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

مارکوس سټوينيس

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٦ منډې وکړې او د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته يې د ١٩٧ منډو هدف وټاکه.

د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري محمد سراج ٢، ايسورو ادانا او معين علي ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٧ منډو هدف په تعقيب د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې له لوري ديودت پاديکال او ارون فنچ توپوهنې ته راووتل، خو دواړه ونه ځلېدل، ديو دت په ٤ او ارون فنچ په ١٣ منډو وسوځېدل، ويراټ کوهلي که څه هم توپوهنې ته ودرېدل، خو بل کوم توپوهونکي ورسره ملګرتيا ونه کړاى شوه.

دې بي ډيويليرز په ٩، معين علي په ١١، واشنګټن سندر په ١٧ او شيوام ډوبى په ١١ منډو وسوځېدل، ويراټ کوهلي بيا تر ټولو زياتې ٤٣ منډې ترلاسه کړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې وکړې او د ٥٩ منډو په ستر توپير يې له ډيلي لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

دا دويم ځل دى چې رايل چېلنجرز بېنګلور په روان اى پي ايل کې ستره ماتې وخوړه، تر دې مخکې ورته پنجاب د ٩٧ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

د ډيلي کاپيټلز له لوري بيا کاګيسو رباډا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز انريچ نورجه او اکشر پټيل ٢-٢ او ار اشوين ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اکشر پټيل ته ورکړل شوه.

دا د ډيلي کاپيټلز پنځمه لوبه وه چې څلورمه بريا يې خپله کړه او د ٨ نومرو په ترلاسه کولو سره د جدول لومړي مقام ته ورسېده، همدا راز رايل چېلنجرز بېنګلور بيا په خپله ٥مه لوبه کې دويمه ماتې وخوړه او په جدول کې په دريم مقام ده.

سبا د اکتوبر په ٦مه نېټه به د اى پي ايل په ٢٠مه لوبه کې د ممبۍ انډينز او راجستان رايلز لوبډلې مېدان ته کوزې شي. دا لوبه چې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان په روان اى پي ايل ليګ کې خپله غوره توپ اچونه ترسره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان يو ځل بيا په اى …