کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ لپاره د غم خبر، ملي لوبغاړى نجيب ترکى ومړ
نجيب الله ترکى

د کرکټ لپاره د غم خبر، ملي لوبغاړى نجيب ترکى ومړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکى نجيب الله ترکى نن سهار په روغتون کې ومړ، هغه څو ورځې وړاندې په يوه ټرافيکي پېښه کې سخت ټپي شوى و.

دا د افغانستان کرکټ لپاره د غم ستر خبر دى، چې نه يوازې د ملي لوبډلې لوبغاړي پرې سخت خپه دي، بلکې د کرکټ مينه وال هم د نوموړي په مړينه ډېر خپه شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د نجيب ترکي د مړينې خبر ډېر په چټکۍ خپور شو او د کرکټ مينه والو پرې خپګان ښکاره کړ. دا لومړى ځل دى چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو توپوهونکى په ټرافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نجيب الله ترکى د جمعې په ورځ په جلال اباد ښار کې د سرک نه د اوښتو پر مهال يو موټر وهلى و، چې له هماغه وخت راهيسې د جلال اباد په يو روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې و.

نجيب ترکى

د هغه سر لګېدلى و او که څه هم هلته يې عمليات هم شوي و، خو نوموړى تراوسه پورې په کوما کې و. د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د هغه د ښې درملنې په موخه له کابل څخه د ډاکټرانو يوه ځانګړې ډله هم ورلېږلې وه او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي و، چې نجيب ترکى د دې جوګه شي چې کابل يا هم بل هېواد ته يې د درملنې لپاره ولېږي، نو دوى ورته هر څه له مخکې چمتو کړي دي.

د ملي لوبډلې زياتره لوبغاړي چې په روغتون کې د هغه تر څنګ دې ته په تمه و، چې نوموړى سترګې پرانيزي او دوى يې وويني، ټول په سرو سترګو پاتې شول او نن سهار نجيب الله ترکي خپل روح حق ته وسپاره.

د نجيب الله ترکي لومړۍ جنازه به د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې سهار ١٠ بجې ترسره شي، او له هغه وروسته به يې دويمه جنازه په درونټه کې د هجرت په کلي کې د شېخ نيکه په هديره کې له غرمې مخکې ١١:٣٠ بجې ترسره شي او هماغلته به خاورو ته وسپارل شي.

٢٩ کلن نجيب الله ترکي په ٢٠١٤ کال کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره په نړيواله شل اوريزه لوبه کې ګډون کړى و، هغه ته که څه هم د افغانستان په نړيوالو سياليو کې ډېر چانس نه و ورکړل شوى، خو نوموړى په کورنيو سياليو کې ډېر ځلېدلى و.

هغه د افغانستان لپاره ١ نړيواله يو ورځنۍ لوبه او ١٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، هغه په يو ورځنۍ لوبه کې ٥ او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٢٥٨ منډې ترلاسه کړې وې.

د دې تر څنګ هغه ٢٤ فرسټ کلاس، ١٧ ليسټ اې او ٣٣ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې وې، چې په فرسټ کلاس کې يې ٢٠٣٠، ليسټ اې کې ٥٥٣ او شل اوريزو لوبو کې ٧٠٠ منډې ترلاسه کړې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …