کورپاڼه / خپلواک / روهيت شرما د وسيم اکرم ٢٣ کلن ريکارډ مات کړ
روهيت شرما او وسيم اکرم

روهيت شرما د وسيم اکرم ٢٣ کلن ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (٦ اکتوبر ٢٠١٩): د هندۍ کرکټ لوبډلې توپوهونکي روهيت شرما د سويلي افريقا په وړاندې په ټېسټ لوبه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او توپوهونکي وسيم اکرم ٢٣ کلن پخوانى ريکارډ مات کړ.

د هند او سويلي افريقا ترمنځ په وشاکاپټنم کې د درې ټېسټ لوبو لومړۍ لوبه ترسره شوه، چې هند په دغه لوبه کې د ٢٠٣ منډو په ستر توپير د سويلي افريقا لوبډلې ته ماته ورکړه، بلخوا روهيت شرما په دغه لوبو کې ډېر ريکارډونه په خپل نوم کړل.

په دغه لوبه کې روهيت شرما د زيات اوسط، ټېسټ لوبه کې د زياتو شپږيزو، د پيل توپوهونکي په توګه په دواړو پاڼيو کې سليزې او همدا راز په دواړو پاڼيو کې د سټمپ سوځېدو ريکارډونه جوړ کړل.

دا هم ولولئ:

هند په ستر توپير د سويلي افريقا لوبډله ماته کړه

پاکستاني عمر اکمل د شاهد اپريدي له شرمه ډک ريکارډ مات کړ

لس بالران، چې په کم عمرۍ کې يې هېټريک وکړ

په دغه يوه ټېسټ لوبه کې روهيت شرما ١٣ شپږيزې ووهلې، چې له دې سره يې د پاکستاني کرکټر وسيم اکرم ٢٣ کلن پخوانى ريکارډ مات کړم. وسيم اکرم په ١٩٩٦ کال کې د زمبابوې په وړاندې په يوه ټېسټ لوبه کې ١٢ شپږيزې وهلې وې.

روهيت شرما په دوه پاڼيو کې ١٣ شپږيزې ووهلې، خو وسيم اکرم بيا په يوه پاڼۍ کې ١٢ شپږيزې وهلې وې، ځکه په هغه لوبه کې د پنځه ورځو پوره کېدو له امله پاکستانۍ لوبډلې ته د دويمې پاڼۍ موقع په لاس ورنغله.

روهيت شرما په دغه لوبه کې په دواړو پاڼيو کې سليزې ووهلې، همدا راز هغه په هند کې له ١٠٠ زيات اوسط کې توپوهنه ترسره کړه چې له دې سره يې د پخواني اسټراليايي توپوهونکي ډان برېډمېن ريکارډ هم مات کړ. ډان برېډمېن په خپل هېواد کې د ٩٨.٢٢ اوسط باندې توپوهنه ترسره کړې وه.

همدا راز روهيت شرما يو بل ريکارډ هم په خپل نوم کړ او هغه دا دى چې لومړنى هندى لوبغاړى شو، چې د ټېسټ سيالۍ په دواړو پاڼيو کې په سټمپ وسوځېده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …