کورپاڼه / ريکارډونه / شاهين شاه اپريدى تر راشد خان مخکې شو
شاهين شاه اپريدى او راشد خان

شاهين شاه اپريدى تر راشد خان مخکې شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى شاهين شاه اپريدى، چې د پاکستان په ټولو بڼو کرکټ کې لوبېږي، لومړنى پاکستانى توپ اچونکى شو، چې په شل اوريزو لوبو کې يې څلور ځلې پنځه پنځه ويکټې ترلاسه کړې.

هغه د دې تر څنګ په روان کال ٢٠٢٠ کې زياتې ويکټې ترلاسه کړې او د افغانستان ورو توپ اچونکي راشد خان څخه هم په دې برخه کې مخکې شو.

په روان ٢٠٢٠ کال کې شاهين شاه اپريدي ٣٦ ويکټې ترلاسه کړې، چې د افغانستان ورو توپ اچونکي راشد خان څخه مخکې شو، راشد خان په روان ٢٠٢٠ کال کې تراوسه پورې ٣٣ ويکټې ترلاسه کړې دي او اوس له شاهين شاه اپريدي وروسته په دويم مقام کې دى.

راشد خان اوس مهال په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

شاهين شاه اپريدى د پاکستان په نېشنل ټي ٢٠ کپ کې د خېبر پښتونخوا لوبډله کې لوبېږي. هغه په پرونۍ لوبه کې د ٢١ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي وسوځول او دا وياړ يې ترلاسه کړ.

د نېشنل ټي ٢٠ کپ په درې لوبو کې هغه د دويم ځل لپاره ٥ لوبغاړي وسوځول، تر دې مخکې هغه د بلوچستان لوبډلې پر وړاندې د ٢٠ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي وسوځول.

شاهين شاه اپريدى په شل اوريزو لوبو د زيات ځلې پنځه ويکټو اخيستو په لړ کې تر لاسيت ملينګا وروستى دويم او لومړنى پاکستانى توپ اچونکى شو.

لاسيت ملينګا په شل اوريزو لوبو کې تراوسه پورې پنځه ځلې پنځه پنځه لوبغاړي سوځولي دي، همدا راز شاهين شاه اپريدي بيا څلور ځلې دا کارنامه ترسره کړې ده.

خو لاسيت ملينګا بيا په ٢٩٥ لوبو کې پنځه ځلې پنځه پنځه لوبغاړي سوځولي دي او شاهين شاه اپريدي بيا په ٥٦ لوبو کې څلور ځلې پنځه پنځه لوبغاړي وسوځول.

د شاهين شاه اپريدي پرته شکېب الحسن او ډيويډ ويس هم څلور څلور ځلې په لوبو کې پنځه پنځه لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مهيندرا سينګ دهوني

٢٣ جون ٢٠١٣: هند چيمپينز ټرافي په خپل نوم کړه او دهوني ريکارډ جوړ کړ

د ٢٠١٣ کال د جون په ٢٣مه نېټه، يعنې په همدې ورځ باندې هند کرکټ …