کورپاڼه / ريکارډونه / ويراټ کوهلي نوى ريکارډ جوړ کړ
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي نوى ريکارډ جوړ کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي ويراټ کوهلي نوى ريکارډ په خپل نوم کړ. هغه چې په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، پرون يې په شل اوريزو لوبو کې د ٩٠٠٠ زرو منډو هدف پوره کړ.

ويراټ کوهلي د هند لومړنى توپوهونکى دى، چې په شل اوريزو لوبو کې يې ٩٠٠٠ منډې پوره کړې او دا ريکارډ يې په خپل نوم کړو.

نوموړي په پرونۍ لوبه کې د ډيلي کاپيټلز پر وړاندې ٤٣ منډې وکړې، که څه هم هغه په دې لوبه کې ماتې وخوړه، خو په شل اوريزو لوبو کې نوموړى لومړنى هندى توپوهونکى شو چې ٩٠٠٠ منډې يې پوره کړې.

هغه تراوسه پورې ٢٨٦ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې د ٤١.٠٥ په اوسط او ١٣٤.١٢ په سټرايک رېټ سره يې ٩٠٣٣ منډې وکړې. نوموړي ٥ سليزې او ٦٥ پنځوسيزې هم وهلي دي.

په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې بيا کريس ګيل ترلاسه کړې دي، هغه ١٣٢٩٦ منډې ترلاسه کړې دي. همدا راز کيرون پولارډ ١٠٣٧٠، شعېب ملک ٩٩٢٦، برينډن مکالم ٩٩٢٢، ډيويډ وارنر ٩٤٥١، ارون فنچ ٩١٦١ او ورپسې د ويراټ کوهلي نوم راځي.

همدا راز د اى پي ايل په تاريخ کې هم بيا تر ټولو زياتې منډې ويراټ کوهلي ترلاسه کړې دي. هغه په اى پي ايل کې ١٨٢ لوبې ترسره کړې دي چې ٥٥٤٥ منډې يې ترلاسه کړې دي.

په اى پي ايل کې له ويراټ کوهلي وروسته سريش راينا ٥٣٦٨ او روهيت شرما ٥٠٧٤ منډې ترلاسه کړې دي، چې بل کوم لوبغاړي د پنځه زره منډو هدف نه دى پوره کړى.

ويراټ کوهلي چې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم دى، نوموړي په ٨٦ ټېسټ لوبو کې ٧٢٤٠، په ٢٤٨ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١١٨٦٧ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٢٧٩٤ منډې ترلاسه کړې دي.

هغه په نړيوالو لوبو کې بيا ٧٠ سليزې هم وهلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

روهيت شرما

روهيت شرما په اى پي ايل کې نوى ريکارډ جوړ کړ

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشر …