کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٢٠مه لوبه: نن د ممبۍ او راجستان لوبډلې مخامخ کېږي
راجستان رايلز او ممبۍ انډينز

اى پي ايل ٢٠مه لوبه: نن د ممبۍ او راجستان لوبډلې مخامخ کېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠مه لوبه د ممبۍ انډينز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زيد کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

ممبۍ انډينز تراوسه پورې ٥ لوبې ترسره کړې دي چې ٣ برياوې يې خپلې کړي او د ٦ نومرو سره په جدول کې دويمه لوبډله ده، همدا راز راجستان رايلز بيا ٤ لوبې ترسره کړې دي چې د ٤ نومرو سره په جدول کې پنځمه لوبډله ده.

دفاعي اتله ممبۍ انډينز په لومړۍ لوبه کې له چيناى سوپر کنګز څخه د ٥ ويکټو په توپير ماتې خوړلې وه، خو په بله لوبه کې يې بيا د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته د ٤٩ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

په دريمه لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور سره مخ شوه، چې په سوپر اور کې بېنګلور بريا خپله کړه، همدا راز د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته يې بيا د ٤٨ منډو په ستر توپير ورکړه. په پنځمه لوبه کې يې بيا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته د ٣٤ منډو په توپير ماتې ورکړه.

راجستان رايلز بيا په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته د ١٦ منډو په توپير ماتې ورکړه او ورپسې يې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته د ٤ ويکټو په توپير ماتې ورکړه، خو د کلکته نايټ رايډرز څخه يې بيا د ٣٧ منډو په توپير ماتې وخوړه او د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ورته بيا د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

که وروستيو لوبو ته پام وشي، نو ممبۍ انډينز ډېره ښه روانه ده او احتمال شته چې په نننۍ لوبه کې هم د راجستان رايلز لوبډلې ته ماتې ورکړي.

خو که د دواړو لوبډلو ترمنځ د وروستيو پنځه لوبو خبره وشي، نو راجستان رايلز ٤ او ممبۍ انډينز ١ لوبه ګټلې ده، تېر ٢٠١٩ کال کې هم راجستان رايلز له ممبۍ انډينز څخه دواړه لوبې ګټلې وې.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

راجستان رايلز: جاس بټلر (ويکټ ساتونکى)، سټيو سميت (لوبډلمشر)، سنجو سمسون، روبين اتاپا، راهول ټيواټيا، ماهيپل لومرور، ريان پرګ\انکيت راجپوت، ټام کران، جوفرا ارچر، شرياس ګوپال او جېديو انداکت.

ممبۍ انډينز: کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، روهيت شرما (لوبډلمشر)، سوريا کمار يادو، ايشان کشن، هارديک پانډيا، کيرون پولارډ، کرونال پانډيا، جېمز پيټنسن، ټرينټ بولټ، راهول چاهار او جسپريت بومرا.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ای پي ایل: بنګلور پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په دوام په ۲۸مه لوبه کې همدا …