کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سوريا کمار او بومرا زبردسته لوبه، ممبۍ په ستر توپير راجستان ته ماتې ورکړه

د سوريا کمار او بومرا زبردسته لوبه، ممبۍ په ستر توپير راجستان ته ماتې ورکړه

د سوريا کمار زبردستې توپوهنې، د جسپريت بومرا، ټرينټ بولټ او جېمز پيټنسن د زبردستې توپ اچونې په مټ ممبۍ انډينز د راجستان رايلز لوبډلې ته د ٥٧ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠مه لوبه د ابوظهبي په شېخ زيد لوبغالي کې د ممبۍ انډينز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د دې لوبې په پيل کې ممبۍ انډينز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د ممبۍ انډينز له لوري کوانټين ډي کوک او لوبډلمشر روهيت شرما توپوهنې ته راکوز شول. دواړو د ٤٩ منډو ملګرتيا وکړه، چې کوانټين ډي کوک د ٢٣ منډو ترلاسه کولو وروسته د کارتيک تياګي په توپ بټلر کېچ کړ، سوريا کمار يادو توپوهنې ته راکوز شو او د شرما سره يې منډې ٨٨ ته ورسولې، چې روهيت شرما د ٣٥ منډو ترلاسه کولو وروسته د ګوپال په ټيواټيا کېچ او پويلين ته ولېږه. هغه ٣ شپږيزې او ٢ څلوريزې هم وهلې وې او ٢٣ توپونو ته مخ شوى و.

خو ايشان کشن بيا په لومړي توپ له مېدانه بهر شو او کرونال پانډيا يوازې ١٢ منډې وکړې، سوريا کمار يادو سره هارديک پانډيا ملګرتيا وکړه او د لوبې تر پاى پورې دواړه ودرېدل، چې هارديک پانډيا ٣٠ ناسوځېدلې او سوريا کمار يادو بيا تر ټولو زياتې ٧٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سوريا کمار يادو

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٣ منډې وکړې، چې د راجستان رايلز لوبډلې ته يې د ١٩٤ منډو هدف وټاکه.

د راجستان رايلز له لوري شرياس ګوپال ٢، جوفرا ارچر او کارتيک تياګي ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٤ منډو هدف په تعقيب د راجستان رايلز له لوري يشسوي جېسوال او جاس بټلر مېدان ته راکوز شول، خو د لومړي اور په دويم توپ يشسوي د بولټ په توپ وسوځېده او په صفر له مېدانه بهر شو.

که څه هم جاس بټلر تر ډېره ودرېده او ښه توپوهنه يې ترسره کړه، خو له هغه سره هېڅ توپوهونکي هم ښه ملګرتيا ونه کړه، سټيو سميت په ٦، سنجو سمسون په صفر او ماهيل لومرور په ١١ منډو وسوځېدل.

راجستان رايلز په ٤٢ منډو ٤ لوبغاړي له لاسه ورکړي و او د توپوهونکو پر وړاندې يې پښې نه درېدې.

همدا راز ټام کران په ١٥، راهول ټيواټيا په ٥ او جوفرا ارچر بيا ٢٤ منډې وکړې او خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه. جاس بټلر بيا د ٥ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٤٤ توپونو ٧٠ منډې وکړې او د راجستان رايلز له يې د اوړو پوزه کېښوده.

راجستان رايلز په ١٨.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٦ منډې وکړې او د ٥٧ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

د ممبۍ انډينز له لوري جسپريت بومرا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٠ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ټرينټ بولټ او جېمز پيټنسن ٢-٢، راهول چاهار او کيرون پولارډ ١-١ ويکټ واخيستې.

جسپريت بومرا

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سوريا کمار يادو ته ورکړل شوه.

ممبۍ انډينز په خپله شپږمه لوبه کې ٤مه بريا خپله کړه او د جدول لومړي مقام ته لاړه، همدا راز راجستان رايلز په خپله پنځمه لوبه کې ٣مه ماتې وخوړه او په جدول کې ٧م مقام ته لاړه.

سبا د اکتوبر په ٧مه نېټه به د اى پي ايل په ٢١مه لوبه کې د کلکته نايټ رايډرز او چيناى سوپر کنګز لوبډلې مخامخ شي. دا لوبه د ابوظهبي په شېخ زېد لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

افتاب عالم

افتاب عالم د ناروغۍ له امله له سريلانکا څخه بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى چې په سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير …