کورپاڼه / ليکنې / د نجيب ترکي مړينه؛ په کرکټ بورډ او ځينو لوبغاړو د خلکو نيوکې
نجيب ترکى

د نجيب ترکي مړينه؛ په کرکټ بورډ او ځينو لوبغاړو د خلکو نيوکې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکى نجيب الله ترکى، چې څو ورځې وړاندې په يوه ټرافيکي پېښه کې سخت ټپي شوى و، پرون يې له ژوند سره مخه ښه وکړه.

د نجيب ترکي په مړينه نه يوازې د کرکټ لوبغاړي او مينه وال ډېر خپه شو، بلکې له ولسمشر محمد اشرف غني نيولې، تر نورو چارواکو، د هېواد او بهرنيو کرکټ لوبغاړو او نورو خلکو خپګان ښکاره کړ او د هغه مړينه يې يوه ستره ضايع وبلله.

خو په ورته وخت د نجيب الله ترکي د حق خوړلو له امله په افغانستان کرکټ بورډ، د کرکټ بورډ په مشرتابه او د ملي لوبډلې په ځينو لوبغاړو هم خلکو نيوکې وکړې، چې د هغه حق يې خوړلى.

نجيب الله ترکي په ٢٠١٤ کال کې په لومړي ځل د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان لپاره لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې وه، هغه په خپلو لومړيو دوه لوبو کې ٧-٧ منډې وکړې، په دريمه کې يې ١١ او په څلورمه کې يې بيا ٤٠ منډې ترلاسه کړې. همدا راز په پنځمه لوبه کې يې ٣١، شپږمه کې صفر او اوومه کې يې ٢٧ منډې وکړې، په اتمه لوبه کې هغه ٩٠ منډې وکړې چې دا يې تر ټولو زياتې منډې وې. وروستۍ لوبه يې هم د بنګله دېش پر وړاندې په ٢٠١٩ کال کې ترسره کړه چې ١١ منډې يې پکې وکړې او ٢ کېچونه يې هم ونيول.

نجيب ترکى

خو په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يوازې يوه لوبه کې چانس ورکړل شو او له هغه وروسته په لوبډله کې وانخيستل شو.

په داسې حال کې چې نجيب الله ترکي په کورنيو سياليو کې يو له ځلېدونکو لوبغاړو څخه و، هغه په ٢٠١٦ کال شپږيزه کې ١٧٦ منډې کړې وې او په ٢٠١٩ شپږيزه کې يې ١٨٨ منډې ترلاسه کړې وې، خو په ملي لوبډله کې چې د هغه څومره حق جوړېده، هغه ور نه کړل شو.

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم هم په يو پوسټ کې يادونه کړې ده، هغه په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې نجيب ترکي په ٢٠١٠ کال کې په الف لوبډله کې له هغه سره سفر کړى و، خو په ملي لوبډله کې يې زيات چانسونه ترلاسه نه کړل او زياتى ورسره شوى و.

تاج ملک عالم

همدا راز د کرکټ يو مينه وال قېس شينواري بيا د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان باندې تور پورې کړى دى، چې د نجيب ترکي حق يې په خپلو خپلوانو او دوستانو خوړلى و.

قېس شينواررى

ورزشي خبريال خان وزير عابد بيا په يوه ليکنه کې ويلي دي، چې نجيب ترکي ورته يو وخت ويلي و، چې د کرکټ بورډ له لوري ورته ويل شوي دي، چې اوپنران ډېر شوي دي او اوس تاسې ته ډېر وخت په ټيم کې ضرورت نشته دى، کورنى کرکټ کوه.

همدا راز لسګونو نورو کسانو هم په دې اړه پوسټونه کړي دي او د کرکټ بورډ تر څنګ يې د ځينو لوبغاړو نومونه هم اخيستي دي، چې خپله مافيا يې جوړه کړې ده او د نجيب ترکي په څېر اوس هم د ډېرو لوبغاړو حق خوري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ان انډين

د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى

د کرکټ ډېرو لوبغاړو په فلمونو کې کار کړى دى، خو دلته د شپږ هغه …