کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټراليا د ٢٣٢ منډو په ستر توپير د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه
اسټراليا ښځينه لوبډله

اسټراليا د ٢٣٢ منډو په ستر توپير د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسټراليا او نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلو ترمنځ په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د اسټراليا لوبډلې د ٢٣٢ منډو په ستر توپير د نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لوبې تر څنګ يې په لوبلړۍ کې هم د ٣-٠ سره بريا خپله کړه.

دا لوبه چې په بريسبين کې ترسره شوه، لومړى اسټراليا توپوهنه وکړه.

د اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې ريچل هاينس ٩٦ او اليکس هېلي ٨٧ منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ له لوري اميليا کير ٣ او هولي هوډلسټن ٢ لوبغاړې وسوځولې.

د ٣٢٦ منډو هدف په تعقيب د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډله په ٢٧ اورونو کې ټولو وسوځېده او يوازې ٩٣ منډې يې وکړې، چې امي ستروېټ پکې ٤١ منډې ترلاسه کړې.

د اسټراليا له لوري په زړه پورې توپ اچونه وشوه، چې ميګن شاټ، جيس جوناسين، اشليغ ګارډنر او سوفي مولينکس ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د اسټراليا ښځينه لوبډلې د ٢٣٢ منډو په ستر هدف په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړې او د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې يې هم د ٣-٠ سره ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړې او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړې جايزه ريچل هاينس ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د ښځينه نړيوالو يو ورځنيو لوبو په لړ کې بيا په ستر توپير د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې د پاکستان ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

دا لوبه چې په ١٩٩٧ کال کې ترسره شوې وه، د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې د ٤٠٨ منډو په ستر توپير د پاکستان ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په دې لوبه کې نيوزيلېنډ لومړى توپوهنه وکړه چې ٤٥٥ منډې يې جوړې کړې او په ځواب کې يې د پاکستان ټوله لوبډله په ٤٧ منډو وسوځوله.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شيکر دهون او نيکولاس پوران

د شيکر دهون سليزه په سيند لاهو شوه، پنجاب څلورمه بريا خپله کړه

د ډيلي کاپيټلز له لوري شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره او سليزه يې …